په پاکستان کي د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکی خيريه بنسټ وايي، چي په تېرو شپږو مياشتو کي تر ۱۳۰۰ زيات ماشومان په دغه هيواد کي د جنسي تشدد ښکار سوي دي.
د ساحل په نوم دغه تنظيم وايي، چي د تشدد په دغه پېښو کي ۱۲ هلکان او ۴ جينکی وژل سوي هم دي.
د دغه تنظيم په يو تازه راپور کي ويل سوي، چي په پنجاب او سند کي ترټولو زيات پر ماشومانو د تشدد پېښي ثبت سوي دي.
د راپور له مخي په تېرو شپږو مياشتو کي ۱۲ جينکۍ په ديني مدرسو کي د جنسي تشدد ښکار سوي دي.
دا راپور پرداسي مهال را مخي ته سوی چي دوې ورځي وړاندي د پنجاب په قصور علاقه کي څلور ماشومان د جنسي تېري وروسته وژل سوي وه.