کور / راپور / امرالله صالح: پاکستان ويل، تاسو زموږ شرطونه ومنئ، موږ به سوله درته راولو

امرالله صالح: پاکستان ويل، تاسو زموږ شرطونه ومنئ، موږ به سوله درته راولو

د ملي امنيت پخوانی رئيس او په ولسمشريزو ټاکنو کي د اشرف غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، چي پاکستان ورته د سولي په بدل کي ۱۱ شرطونه وړاندي کړي وه.

ښاغلی صالح وايي، که چيري افغان دولت د پاکستان دغه ۱۱ شرطونه اوس هم ومني سوله راتلای سي، خو دا پاکستان ته د تسليمۍ او دهغه د غلامۍ په مانا دي.

ښاغلي امرالله صالح دا خبري تېر ورځ په کابل کي د امن کنفرانس ته په وينا کي وکړي.

د امن کنفرانس چي تېره ورځ په کابل کي جوړ سو، پکي د لر او بر افغانانو ليکوالانو، سياسيونو او مبارزينو ګډون کړی دی، چي نن به هم دوام ولري.

ښاغلي صالح وویل، په پاکستان کي د اسامه بن لادين د وژلو وروسته، دغه هيواد افغان حکومت ته وړانديز وکړ چي د څو شرطونو په مقابل کي تيار دی چي په شپږو مياشتو کي طالبان ختم کړي او په افغانستان کي سوله راولي.

نوموړي زياته کړه، چي لومړی شرط د ډيورنډ کرښي منل وو، همداراز پاکستان ويل، چي په کندهار، هرات او ننګرهار کي به د هند کونسلګري تړل کېږي، د افغان پوځ دريمه برخه به په پاکستان کي روزل کېږي، د افغانستان او پاکستان استخبارات به يو کېږي، افغان حکومت به په بشپړه توګه د غربي نړۍ سره اړيکي پرې کوي او پر ځای به ئې د پاکستان او چين سره ستراتيژک تړون کوي، د هند او افغانستان سوداګريزي او سياسي اړيکي به پرې کېږي، افغانستان به منځنۍ اسيا ته تلونکې لار د پاکستان پر مخ بشپړه خلاصوي او بل شرط داوو چي په افغانستان کي طبيعي زيرمو د قرارداد حق بايد يواځي چين او پاکستان ولري.

ښاغلي صالح زياته کړه، که چيري دغه شرائط افغان حکومت ومني، همدا نن به سوله راسي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چي افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږي ته ور اچول کېږي .

د سولي په تړاو د طالبانو او امريکا ترمنځ هم خبري رواني وې، چي تېره اونۍ د امريکا لخوا لغوه سوې.