ستا نه ليدل می سخت ارمان پاتی شو
او دغه سوال می اوس نيمګړی په جهان پاتی شو
ظالم قسمت زموږ نه يوړی دمرګی په طرف
موږ لوی واړه درنه دنيا کی يتيمان پاتی شو
چی تصور ته دنيزدی کړم خپل زړګی ته ستوريا
ستا نبودن راته د اوښکو لوند ګريوان پاتی شو
تا خو ويل چی سره يو شی لروبرو ورڼو
اوس چی ته لاړی دغه خيال ويراو خفګان پاتی شو
داد لټون سترګی به خود په ژاړه سری وروڼو
ستوری با با غوندی رهبر نه درست افغان پاتی شو