افغان دولت وايي، چي د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت لپاره ئې ۱۰۰ زره سرتېري ګومارلي دي.
د ټاکنو کمیسیون وايي چي د دغو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ سوي او څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.
په ټول افغانستان کي به د چارواکو په وینا ۴۹۴۲ انتخاباتي مرکزونه پرانیستي وي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۱۵) خبریالانو ته وویل چي د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۷۲۰۰۰ امنیتي سرتېري چمتوي کړي او شاوخوا ۳۰۰۰۰ نور به هم منتظر وي چي د ضرورت پر وخت به لاس په کار کیږي.
د افغانستان د ۲۰۱۴کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي ۶۷۷۵ د رایو مرکزونه پرانیستي وو خو سږکال د ناامنیو له کبله دا شمېره نژدې ۵۰۰۰ ته ښکته سوې ده.
سږ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ۱۸ نوماندانو ځانونه کانديد کړي دي.