کور / راپور / د سولي خبري ناکامېدو وروسته خليلزاد کانګرس ته بلل سوی دی

د سولي خبري ناکامېدو وروسته خليلزاد کانګرس ته بلل سوی دی

د افغان سولي لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد وروسته له هغه کانګرس ته بلل کيږي چي د امريکا او طالبانو ترمنځ خبري اتري لغوه سوې .

د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو جرګګی مسؤول مشر يليیوټ انګل وايي، زلمی خليلزاد ئې د کانګرس د بهرنيو اړيکو کمېټې ته ددې لپاره ور غوښتی دی چي د طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو او وروسته د هغه د لغوه کيدو په هلکه مالومات ورکړي.

دکانګرس دغه غونډه به راروانه اونۍ کيږي.

دکانګریس دبهرنیو اړیکو دکمیټې مشر وایي ددغې کمیټې غونډې ته د زلمي خلیلزاد د حاضریدو امر یې وروسته له هغې لاسلیک کړی چي دامریکا دبهرنیو چارو وزارت اؤ پخپله خلیلزاد تر دې وړاندې ددې کمیټې غونډې ته د زلمي خلیلزاد د ورتګ څو غوښتنې له پامه غورځولې وې.

د طالبانو او امريکا ترمنځ خبري اتري تېره اونۍ د امريکا ولسمشر ټرمپ لغوه اعلان کړې او وئې ويل چي نور دا خبري مړې سوې.