***
ددې نيمګړي ژوند سوغات ستا تر درشله را وړم
مر ګيه! غېږي تې لاښ له تاج محله راوړم
هيلي ارمان سول يو له بله رانه پاتي په ژوند
نيمه ځواني يو ننواته ستا تر پله راوړم
دسيښه يې ستر ګوجهان عيش او عشرت نيمګړي
سر په ګرېوان كي په ژړا له خپل عمله را وړم
دلحد تورو تاريكو ستاسو تر غېږي درځم
ځان لاس تړلي پښه تړلي خوړين كوګله را وړم
دسپين قران په بركت كي قرانملي او ښكي
په پښېماني يې له خوارځواكي له (( قرانمله )) راوړم
كندهار مير ويس نيكه لېسه
۱۳۸۵ سر طان ۲۲ نېټه سهار څاښت
***
زه لكه وينه دټپونو پر هرو شاهد يم
هم دردمنو ددردو او كړاو شاهد يم
ددې ساده اولس وګړي چي لاښ لاښ ښكاريږي
يووړه بمونو او توپونو دغمو شاهد يم
نه دشرقيانو نه غربيانو زړه را ورحمېدئ
نې اسويلي ددرېدو سوه ديادو شاهد يم
دلته پر دې مېنه سي جوړه خرمستي دنورو
موږه لتاړ كي دپښو منځ دزورو شاهد يم
له قرانمله قرانمل زړه كي يادونه لرم
زې له يادوو څخه دوير او اسوېلو شاهد يم
كندهار حاجي ميرويس نيكه لېسه
****
بيده خيالونه په در شل كي دمغز و زنګوو
موږ ساده لوحه خپل نصيب په اندېښنو زنګوو
كاڼي مو اوري پر سرونو خو څو ك نه ښكارېږي
خونين زخمونه ده نامرادو له نيزو زنګوو
دجوارګرو غوندي ژوند او مر ګ مو يو شانته دي
موږ پر سد نيو بس ګرېوان دلېونوزنګوو
التجا
دكاين په كار خانه كي ،درنګو ښكلا بدلون دي
راز دميني راز دعشق دي
بس نوښت دي بس ځلا ده ،درنګونو تجلا ده
نه يو رنګ دي ، نه يو خوند دي
نه يو شكل ، نه يو سپندي دي
په راز راز كي اووښتون دي
په ښوروښ يې هر مضمون دي
هم اثر دميني ښكاري ،هم زېور دحكمت ناڅي
هم انوار دحكمت پاڅي
په هر لوري ننداره ده ، په هر كنج كي نظاره ده
نه يوشي دي چي توصيف سي
نه يوباب دي چي تاليف سي
نه يو كور دي نه يو شور دي ،هر هر څه دي ستا جهان كي
دخلقت په دبستان كي
داو كيناواد بحري حيواناتو موزيم ۱/۱۲/۲۰۰۷
ناپايي هيلي
دژوندانه دبحر
دسمندر اوږدو كي ،دغه دهيلو څپې
چي دوامداره لوي موجونه
جوړوي ساحل ته
نه به ساحل كړي پيدا ،نه به در شل ولري
بس په همدې اوبو كي به هم نه سي پيدا
او هم به مړې ايسي همدا څپې دهيلو
لكه خواراني فقيراني
چي : نه خيرات كي پيدا
بس دماضي وختونه
چي په سوالونو تېر كړي
دا سي به وركي سي
او نه به سي همرازي دعشق
او هوابازي دعشق
ددهمي نړيوالي جګړې پرمهال په جاپان كي دپياده جګړې مركز دبحر غاړه
زه چي ماشوم وم
زه چي ماشوم وم
زه چي ماشوم وم كله
زه چي ماشوم وم كله هلته مي جهان راته پراخ ښكاردي
زه چي ماشوم دې پراخ جهان كي
مي هري خوا ته وه ځغستا په ادا
بس محبت او مينه
زه چي ماشوم وم
زه چي ما شوم د خندا تر څنګه
اودخوښۍ تر څنګه
دخوشحالۍ تر څنګه
هلته دهر زړه را نيولو ته
يو زر وم درنو !
يو شرر وم درنو
دتنكي توب ، دسپېڅلتيا دمحبت
ډېوه او لمر وم درنو
زه چي ماشوم وم
دمالت نجوني مي
وې دپاكۍ ، لوبو، ځغستا ملګري
زما هم سن هلكان زما دخندا ملګري
دهوسو او دښكلا ملګري
هلته هر څه وه پرېمان
زه چي ماشوم وم دژوندون ساه مي ازاده خلګو
پرهره لوري وه پاشلې وه باد باده خلګو
زه چي ماشوم دهر چادميني ګل ښكاريدم
زه چي ماشوم وم هره هيله مي په نڅه وه تر سره
دناز ادا لپاره مي دژوند هر څه لرله
هر څه پرېمانه وه دژوند له زېرمي
دهري هيلي وغوښتني ته هو هو راته وه
نن چې كوچ كړي
ها دښكلي شرارت ، اووړكتوب جهان مي
هغه پرنه څه دمستۍ او لېونتوب جهان مي
ها دمردكو ، توپ لنډې ، هوا مر غك جهان مي
زه چي ماشوم ، نن يې كوچ كړيدي
دا خوار كالبود داوسېدو له رازه ليري ښكاري
او لا ليري درومي
دنا معلوم سر نوشت لوري ته ګامونه اخلي
زه چي ماشوم اوس هغه ما شوم توب
دنا اشنا پشاني ليري درومي
سرنه خلاصوي
زما ياري را پرېږدي
زه ترې پردي ښكارېږم
هغه له ما څخه دميني دبېلتون په دود ده كډه كړې
ماته يې پرېښودې په زړه كي دغمونو كيسې
ها دمالت دماښامونو كيسې
ها دسپرغيو ، او جشنونو كيسې
دي را په برخه دهجران او كړاوونو كيسې
۱۳۸۴ لمريز كال دريمه ناحيه دخاړ پوڅو((كاكړو)) كوڅه
مجرمين دټول جهان يو
دكړاندژوند په درشل كي
دمجمردسپنج په شاني
موداورپه غيږكي ژونددي
ته وا موږخواراولسونه
مجرمين دټول جهان يو
ته واموږ دبختورو،وبختونو لره زيان يو
ته واموږ دجرم ظلم ،پاته شوني مدعيان يو
بس په غشو دناخوالو
له بي درده كمندونو
ويشل كيږوبسمل كيږو
نه موپاته اميدوته يودمه دراحت سو
بس كړاوكړاوژوندون دي زوردغم اوجنون دي
ګلووپه يې يارانو
څودمرګ ترمنزلونو
رسوودژوندون پيټي
دزړه درد
ما دهوس ژوندانه او شهامت په هيله
دخپل چاپير ټول محبسونه وران كړل
ما دحورو غلمانو او جنت په مينه
داستكبار كلك ځنځرونه مات كړل
ما دپيشرفت ورورلۍ ، او صداقت په ارزو
دنفاقونو پلانونه وران كړل
افسوس! ژما نا اهله ورور
زما دتګلاري ار مانونه وران كړل
او په مر موز رمز دبې لارۍ يې ار مان وپلورلى
چي دوحدت يې ټول اړخونه وران كړل
او په منترونو دمادو يې هدفونه وران كړل
كندهار ده خواجه ۱۳۷۳ ثور ۱۷