افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي طالبانو سره خبرو اترو ته تيار دی خو په دې شرط چي لومړی به اوربند کېږي.
نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ د ملي امنيت د سرپرست ضیا سراج د معرفۍ پرمهال وکړې .
د غني په خبر، د سولي مذاکرات د اوربند پرته ناممکن دي او پر مختګ نه سي کولای.
ولسمشر غني وويل، افغانستان اوس په يو حساس پړاو کي ولاړ دی، چي ټاکني او سوله دواړه ورته مهم دي، خو د سولي خبري به په دې شرط وي چي لومړی اوربند رامنځ ته سي.
نوموړی پر طالبانو ږغ وکړ چي مخامخ د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
هغه د طالبانو پر مشر ملاهيبت الله ږغ وکړ چي که مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي لږ ترلږه دي د يو ويډيويي کنفرانس له لاري راڅرګند سي چي خلګ ئې وويني.
ولسمشر غني وويل، که طالبان افغانان وېرول غواړي، نو د غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ سي.
نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي دوې ورځي وړاندي د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د سولي مذاکرات لغوه اعلان کړه.