کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يهودي رسنيو داځل په قران او احاديثو يرغل کړئ

يهودي رسنيو داځل په قران او احاديثو يرغل کړئ

هسي خو هم له لويه سره لوېديځ پر اسلام ديرغل لپاره له پوځي لاري سربېره له رسنيو څخه هم  ښه کار اخلي او همېشه يي دمسلمانانو او اسلام پر ضد کارولي دي، خو کله کله يي لاري بېلي وي، په دي مانا چي په پوځي يرغل کښي اسلامي نړۍ په فزيکي ډول له زيان سره مخ کوي او په فرهنګي او کولتوري يرغل کښي دهغوى ازرښتونو ته سپکاوى کوي  .


ددغو يرغلونو موخه جوته ده ، چي له يوي خو دمسلمانانو تول کړي، دا معلومه کړي چي په اسلام څومره خوږېږي او له اسلام څخه ددفاع په برخه کښي څومره سرښندنو ته چمتو دي او له بلي يي له اسلام او مسلمانانو سره دخپلي دښمنۍ نښه هم ويشتلي وي .


له لوېديځ څخه هومره ګيله هم نه په کار ځکه هغوى به يواځي دا ومنو چي په تخنيک کښي پر مختللي دي خو دباورونو او عقېدي له مخي لا هم هغسي په تيارو او توتمونو کښي ژوند کوي او دهښتيا وړ خبره خو داده چي دمسلمانونانو تر منځ او يا له اسلام سره دهغوى معنوي پيوندونه هم ورته ملنډي او بي عقلي ښکاري  .


خو که واقعيت ته نظر وشي نو دانسانيت جوهر عقيده او باور دى او له دي پرته چي خدايي مسوليت په پام ونيول شي بيا هم په خداى او نوره مومن به باندي ايمان لرل ديوه ويښ ضمير نه هېرېدونکي او نه پرېښودونکي فريضه کېداى شي .


لوېديځوال کله هم داسلام له بالقوه غلبي څخه سترګي نه شي پټولاى او همدا اوس په لوېديځ کښي داسلام ددين پرمختګ هومره اندېښمن کړي، چي دکليسا او حکومتونو په کچه په ګډو ستراتيژيو غور کېږي څو داسلام ددغه پرمختګ مخه ونيسي .


هغوى چي په قران او احاديثو باندي ددوى په باور او وينا نقد کوي، ايا کله به يي هغه وعيدونه او زيري نه وي تر سترګو شوي چي پر کفر داسلام او پر کافرانو دمسلمانانو دغلبي يادونه پکي شوي
وي .


لکه مخکي چي ورته اشاره وشوه لوېديځ همېشه داسلام او مسلمانانو په اړه  له داسي يوي کړنلاري څخه کار اخيستى دى، چي په اوسنۍ اصطلاح دمذاهبو او تمدنونو تر منځ ټکر ته يي لاره اواره کړي ده او ددي پر ځاى چي دمذاهبو تر منځ دزغم او متقابل درناوي روحيه ځواکمنه کړي نور يي هم شته  واټن او تاوتريخوالى زيات کړى دى .


په امريکا کښي دسپټمبر د١١مې، له جوړي شوي ډرامي را پديخوا لوېديځ داسي يوه تګلاره غوره کړه چي مانا يي پر اسلام او مسلمانانو باندي دهر ډول تېري تجويز کېداى شي .


په بېلابېلونومونو تورنول ،  ځورول او وژل او بالاخره دښکېلاکي ستراتېژيو پلي کول ټول ددغي تګلاري برخي دي .


له ٢٠٠١کال راپديخوا که لوېديځ له يوي خوا له پوځي لاري څخه داسلامي نړۍ پر وړاندي کار اخيستل پيل کړل، نو له بلي يي خوا يي رسنۍ هم ارامي کېنه ناستي او وخت په وخت يي اسلام او مسلمانانو ته سپکاوى وکړ، اسلامي ارزښتونه يي وښکنځل او بالاخره يي داسلام دستر پيغمبر حضرت محمدص موهن کارټونونه بيا بيا چاپ او خپاره کړل، چي په سياسي او حکومتي کچه يي هم ننګه او ملاتړکېده .


دکارټونونو له مسلي را پدېخوا په څو ځله دقران کريم سپکاوى کول ، څېرل ، ټټۍ ته اچول او سوځول ، دلوبو پر توپونو باندي دطيبي کليمي ليکل او داسي نور ټول داسلامي نړۍ پر وړاندي دلوېديځ د دښمني پالني او کرکي ډکي  ستراتېژۍ بېلګي دي .


ديهودي رسنيو تېرى
په دي وروستيو کښي يو شمېر لوېديځو رسنيو دکارټونونو تر څنګ په قران او احادثو باندي ليکني پيل کړي دي او ددوى په باور هغه نقدوي .
په دي ترڅ کښي دصهيونستي پوځ ويبپاڼه هم  تر نورو وورسته پاتي نه شوه او په  دي اړه يي د ليکنو يوي لړۍ ته دوام ورکړى چي په ترڅ کښي يي احاديث او قران څېړي .


 دغه ويبپاڼه ددوى په اند داحادثو او قراني اياتونو تر منځ  ټکرونه څېړي او له هر ډول علمي اصولو پرته پري  ليکني کوي.
دبېلګي په ډول په ليکنو کښي وايي چي دغه حديث له هغه او هغه حديث له دغه سره تناقض لري او يا وايي چي حضرت محمد ص دپلانۍ موضوع په اړه يو حديث ويلى دى او پخپله يي دا کار نه دى .


دوى له لويه سره ديهودي کرکي او دښمنۍ پر بنسټ، احاديث او ايايتونه ټول په يو اړخيز ډول څېړي او يوه خوا يي را اخلي چي په دي توګه غواړي دمسلمانانو په زړونو کښي شک پيدا کړي .


دوى پوهېږي چي مسلمانان دپوهي دنشتوالي له امله دخپل دين په اړه هومره معلومات نه لري لکه لوېديځوال چي يي لري، نو له همدي امله  پخپل استدلال هم زور راولي اوپه دي توګه غواړي چي مسلمانانو ته شک پيدا کړي .


دا به  تر ډېره بريده له امکانه لري خبره وبولو چي ديهودانو په خبره دي مسلمانانو ته په اسلامي چارو او العياذ بالله په قران او دهغه په حقانيت کښي شک پيدا شي، ځکه همدغه ډله همدغه قران مسلمانانو ته په بشپړ ډول ورپېژندلې، دهغوى کينه او له اسلامه سره دښمني يي ورته روښانه کړي او په دي ايت سره يي دهغوى له دوستۍ راګرځولي دي چي  : ((ولن ترضى عنک اليهود ولن نصارا حتى تتبع ملتهم… الايه ))


مسلمانان بايد څه وکړي؟ 
داسمه او پرځاى خبره ده، چي مسلمانان بايد له زغم څخه کار واخلي خو په عين حال کښي بايد  هوښيار واوسي او لږ تر لږ که نور نه وي نو دپوهي لاره خو دي ټينګه کړي .


لوېديځ  که په تخنيک يا بل هر څه کښي مخکي دي دا په دي مانانه ده، چي هغوى کومه ځانګړي او خارق العاده وړتيا لري، بلکي هغوى دپوهي لاره نيولي ده ، هغوى له همدغه قران څخه استفاده کوي او له هغه څخه دنوي ساينس فورمولونه استخراجوي  .


هغوى اوس زموږ په کتاب له موږ سره استدلال کوي او زموږ دلايل را باطلوي، خو مسلمانان دخپلي ناپوهۍ او بي غوري له امله تل دداسي پېښو پر مهال له بيړني ګام او احساساتو څخه  کاراخلي، ځګه داستدلال او منطق په نشتوالي کښي هر څوک هم کېداى شي داسي يو ګام واخلي .


په ډنمارک دحضرت محمد ص دکارټونونو له چاپه وروسته موږ وليدل، چي دمسلمانانو په لاريونونو کښي په لسګونه کسان ووژل شول، خو په پايله کښي يي نه يواځي کارټونونه بند نه شول يا هغه خپروونکيو کسانو او رسنيو ته سزا ورنه کړل شوه، بلکي کال په کال يي دتلين په ډول بيا هم خپروي او هر ځل تر پخوا زيات وي .


دمسلمانانو لپاره يواځي ديوه معقول اقدام لار پاتي ده او هغه دا ،چي داسلام ضدملتونو او ډلو له موخو څخه ځان خبر او په علمي استدلال او منطق سره دهغوى ځواب ته ځان سمبال او چمتو کړي ، ځکه مسلمانانو ته خپله عقيده او اسلامي ګروهه هم دداسي اقدام اجازه نه ورکوي چي دچا ارزښتونو ته سپکاوى وکړي .


دوى دکفارو  خدايانو ته له ښکنځل او سپکاوي کولو څخه منع شوي دي، نو دا به څنګه امکان ولري چي العياذ بالله دخداى کوم استازي او يا کوم اسماني کتاب ته سپکاوى وکړي لکه يهود او يا نور چي يي مسلمانانو ته کوي .