په امريکا کي د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني وايي، چي د ټرمپ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو درول سمه پرېکړه ده او بايد په افغانستان کي د جګړې پر ختمولو خبري وسي، نه د ځواکونو پر ايستلو.
حقاني چي وړاندي په واشنګټن کي د پاکستان سفير وو، اوس له خپل هيواد څخه په تبعيد کي ژوند تېروي ځکه د ځينو حقايقو په رابرسېره کولو سره ورته پاکستاني رياست ګواښونه کړي دي.
حقاني وايي، په افغانستان کي بايد مذاکرات د جګړې پر ختمولو ورټول وي.
د هغه په خبره، د طالبانو او امريکا رواني خبري پردې څرخېدلې چي څنګه امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د طالبانو سره خبري اتري ودرولې او وئې ويل، چي د مذاکراتو په جريان کي طالبانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی، ځکه نو خبري نه ورسره کوي.
Unbeknownst to almost everyone, the major Taliban leaders and, separately, the President of Afghanistan, were going to secretly meet with me at Camp David on Sunday. They were coming to the United States tonight. Unfortunately, in order to build false leverage, they admitted to..
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) September 7, 2019
ټرمپ ويلي وويل:” تقریبا هېڅوک هم خبر نه وو چي د طالبانو ستر مشران او د افغانستان ولسمشر په جلا جلا توګه له ما سره د یکشنبې په ورځ په کېمپ ډېوېډ کي لیدل. دوی امریکا ته نن شپه راتلل. له بده مرغه دوی د غلط امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید پړه په غاړه واخېستله په کوم کي چي زموږ یو ښه سرتیری او یولس نور کسان ووژل سول. ما په بیړه سره دغه لیدني لغوه کړې او د سولې مذاکرات مې ودرول.”
حسين حقاني وايي، د طالبانو سره خبری سم کار دی، خو هغوی هم بايد ځيني حقيقتونو ته غاړه کښېږدي.
د حقاني په خبره، که طالبان امن غواړي، نو دا بايد ومني چي پر ټولو افغانانو خپل تسلط نه سي راوستلای.