نظم : ته به نه مرې
حفيظ الله ياد
————–
ته به نه مرې د افغان وطن اتله
ته د خاوري د ويده نبضونو شور يې
اماده دا ستا و مرګ ته اولس نه دی
ته شعار يې، د زخمي وطن ټکور يې
/
ته به نه مرې د “چونغر” د غره ملنګه
لا دي غرونه و شپېلۍ ته دي لېواله
لا مستي دي له شعرونو څخه غواړي
لا به زلفو خوروې نری شماله
/
ته به نه مرې تا له مرګ نه شي راتلايه
چي تر څو پوري پښتو وي ته ژوندی يې
ستا رګو کښې افغانۍ وينه بهېږي
ته افغان يې، ته د ستر خوشحال بچی يې
/
ته به نه مرې مرګ به نه راځي ستا نوم ته
ستا د نوم له ورکولو مرګ بېزار دی
په تا يو دا ستا هډوکي فخر نه کړي
ستا وجود زموږ د ټولو افتخار دی
/
ته به نه مرې د غورځنګ لومړی بڅرې
ستا له توشه به يو سور انقلاب زيږي
ته په سرو اېرو کښې پاته يوه هيله
ستا له شعره به دښمن ته ځواب زېږي
/
ته به نه مرې، ستا ارمان به پوره کېږي
“آباسين” اوس تر “آمو” په رسېدو دی
ستا د تږو سترګو تنده به ماتېږي
انقلاب دی، دا وطن په جوړېدو دی
/
ته به نه مرې ته به ټول عمر ژوندی يې
ستا په وينو سره شعرونه به تا ساتي
تا د مرګ له قېده خپل وجود ايستلی
تاريخونه او وختونه به تا ساتي
/
ته به نه مرې ته په ژوند باندي اتل سوې
ته پامير يې تر قيامته به ولاړ يې
ته په لڅو پښو مزل يې تر منزله
ته د هر دور غرمو لره اهاړ يې
/
ته به نه مرې ته بيرغ د آزادۍ يې
ته د دې بې وسه خلګو ترجمان يې
ته پښتو، پښتونواله، ته پښتون يې
ته به نه مرې ته آزاد افغانستان يې
—————–
۰۵ ستمبر ۲۰۱۹