ليکو ال: بشرمل ناصر،
دپښتونخوا دتاريخي ، سياسي او ادبي خاورې سياسي مبارز عبدالرحيم کليوال د ږوب دختځ لور داومژې په کلي کې سترګې روڼې کړې دي چې پښتانه ديوې سوادراه قبيلې مندوخېل و او دژوند زياتره برخه يې سياست ته ورکړې وه چې دخان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي دکاروان و دپښتونستان مبارزه يې کوله دستر استاد ارواښادساى کمال خان شيراني او د اروا ښاد عبدالرحيم مندوخېل سياسي شاګرد پاته شوى و له هغو څخه يې سياسي زده کړه کړې وه او په خپله هم ډېر ځيرک انسان و د کتاب سره يې ډېره مينه وه او ځوانان به يې په ځان راټول کړي و دوطن په اړه به يې سياسې معلومات ورکول يو وخت د ږوب په ښار کې په 1990کال کې فالکن هوټل ته ورغلو ، زما ملګرى نجيب الله مندوخېل راسره و ـ چې نن سبا نجيب الله مندوخېل په روس کې ژوند کوي د کليوال شهيد سره په ميز کښېنتو او چاى مو راوغوښتې موږ دشيدو چاى وکړې او کليوال شهيد شنې چاى وکړې او پيالې ته يې لېمبو ورواچاوه چې دادتبې لپاره ښه کارکوي دچاى کولو ورسته مو سياسي پوښتنې ځينې وکړې هغه وخت افغانستان دسروسکروټو په لمبو کې و ، چې له هره لوره مرمۍ باندې ورېدلې دافغان په مرک چا سپما نه کوله ـ داپوښتنه مې ځينې وکړه چې دافغانستان جنګ به ترڅوپورې دوام وکړي او په دې کې ګټه بل چاته رسېږي موږ خو دقامي لښکر ملګري و که څه هم زموږ عمرونه څه خام و خو حالاتو ودې ته اړ کړي و چې له خپلو سياسي مشرانو يوڅه زده کړو کليوال شهيد راته وويل چې ترڅو تور پنحابى وي او زموږ په وطن کې کراري راتلاى نه شي دهغه علت دادى موږ بې اتفاقه يو دازاد اففانستان په انقلاب کې پرديو خلکو لاسونه واچول دبدبختي ولور ته يې بوتلى ترټولو موږ ته اړينه ده چې دخلکو په فکرونو کار وکړو او خلک ودې جوړ شي چې خپل وطن وران نه کړي او تردې له مخه مې يوار ليدنه له کليوال شهيد سره وشوه چې زموږ په کور کې د ارواښاد ساى بابا ، ساى کمال الدين شيراني او کليوال شهيد شپه وه چې په ساى بابا مې داسوال وکړ چې مشر محمود خان اڅکزى به کله راّځي ساى بابا راته وويل چې يو څو مياشتو کې به راشي او کليوال شهيد به خبرو ته غوږ نيولى و په کرارې يې خبرې اورېدې د کليوال شهيد سياسي هلي ځلې له هرچا ځانګړې وې په سياست کې يې اخلاص کاوه وخپل مسوليت يې پېژندلاى و د پښتونخوا داطلاعاتو او نشرياتو مسول و دسياست ترڅنګ يې په ادبې مجلسونو کې ګډون کاوه دکوټې په لېسو کې به يې سياسي غونډي کولې چې دخپل قام لياره به يې ځوانان چمتو کول چې پښتانه قام دحق خبره ګونګه نه شي هغه يو دلاروره انسان و د پنجابي له پوځي حکمرانې يې ويره نه درلوده د هغو په خلاف يې مبارزه کوله ديښتونستان ناره يې ژوندۍ ساتلې وه ددښمن لپاره خنډ و چې هروخت به په افغانستان کې جګړه توده شوه او افغان وژنه به کېدله کليوال شهيد يې طرفداره نه و او سياسي شعوريې اجازه نه ورکوله چې پټه خوله پاتې شي له ننه دېرش کاله وړاندې کليوال شهيد له خولې مې داخبره اورېدلې وه چې داپردى جنګ دى چې په افغان وطن تپل شوى دى داپه قام مېړنى چا شهيد کړ کله چې داخترمنګل دکوټې په سيمه واکمنې وه او مستې اوبه يې چښلې وې چې دپښتون هره خبره به ترخه باندې لګېدله دکوټې له بلديه پارک څخه يې دپښتونخوا په دفتر بريد وکړ او هغه وخت دفتر کې ارواښاد عبدالرحيم مندوخيل ، ارواښاد حاجې غلام قادر مهټى او کليوال شهيد و ـ چې کله ټکونه شروع شو زما اکا حاجي غلام قادر مهټي راته ويل چې کليوال کلاشنکوف ورواخيست له دفتره ټيټ شو ما ترلاس راونيولاى خو هغه زور وکړ او کښته شو موږ په عبدالرحيم صاحب ډارېدو چې اوس يې ژوندى وړي ددفتر ټول ساتونکي تللي و دووه کسان پاته و دعثمان کاکړواده و، چې جنګ زور واخيست ما (حاحي غلام قادر مهټي ) مرمۍ ورکولې او يوه ساتونکي جنګ کاوه او يو ملګرى حبيب الرحمن ددفتر ومخته شهيد کړ او کليوال د ريګل چوک وخواته ورغلى و هلته يې شهيد دلته ملکري سره خبر شوي و او بازمحمد ځان ورته راورساوه چې کله يې کليوال دسورج ګنج بازار محمدعلي روغتون ته وړئ دښمن ټولې کوڅې نيولې وي په بازمحمد باندې ټکونه وکړل چې يو مبارز او شاعر بازمحمد باز يې هلته شهيد کړ او ورسره درې کسان نور شهيدان شو صاحب خان شهيد ، صابرشاه شهيد او حبيب الرحمن شهيد شو دقام لپاره يې ويني توى کړې دځان قرباني يې ورکړه د کليوال شهيد يوه لور پاته شوه چې هغه اوس تکړه ډاکټره ده دقام ننګيالي شهيدانو ته دي بادار جنتونه ورکړي ـ د 1991کال داکتوبرپه يولسمه شهيدشو.