
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، چي په افغانستان کي به هله د سولي مذاکرات بريالي سي چي طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.
ښاغلي خان چي د پېښور د باچاخان مرکز کي ئې د ځوانانو يوې غونډي ته وينا کول وويل، چي په افغانستان کي حکومت د جنګ يو اړخ دی او بايد ددوی سره مخامخ مذاکرات وسي.
د هغه په خبره، که چيري طالبانو د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه سي، نو د سولي دا رواني خبري به د ستونزو سره مخ سي.
ښاغلي خان د پښتني علاقوم په تړاو هم خبري وکړې او وئې ويل چي دلته يوځل بيا د رياست په ملاتړ وسلوال فعال سوي دي او په پېښور، سوات او قبائلي سيمو کي يوځل بيا آفت ( د پوځ ملاتړي طالبان) پيدا سوی دی چي د خلګو ژوند ته ئې ګواښ پېښ کړی دی.
اسفنديار ولي خان دا هم وويل، چي اوس د پاکستان داخله او خارجه پاليسي ناکامه سوې او په بشپړه توګه له کاره لوېدلې ده او همدې غلطو پاليسيو زموږ ژوند ته خطره پېښه کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه