تېره ورځ په کندها رکي د پښتنو او بلوڅو د يووالي ورځ ولمانځل سوه چي پکي د پښتنو او بلوڅو قومي مشرانو ګډون درلود.
په دغه غونډه کي د پښتنو او بلوڅو د قومي مشرانو ترڅنګ د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، چي د سنبلې ۹ د ۱۳۲۸.ل. کال راپدې خوا د دواړو قومونو د يووالي او پيوستون د ورځي په نوم نومول سوې، چي هر کال په ټول هيواد کي په شاندارو مراسمو سره لمانځل کېږي.
ښاغلي منيب وويل، چي پښتانه او بلوڅ دواړه قومونه په خپلو منځونو کي فرهنګي، سياسي، اجتماعي او مذهبي اړيکي لري، چي په خبره يې تاريخي سير يې تر پېړيو رسېږي او د دې قومونو ترمنځ هيڅ قوت د بې اتفاقۍ درځ نسي اچولای. نوموړي وويل، چي د تاريخ په اوږدو کي د پښتون او بلوڅ قومونو سختي قربانۍ ورکړي، برحقه مبارزه يې کړې او د خپل هيواد د خپلواکۍ په موخه يې په پوره يووالي سره دښمن په څپېړه وهلی او ځپلی دی.
نوموړي د پښتنو او بلوڅو له قومونو څخه غوښتنه وکړه، چي د خپلو ګډو مشترکاتو د ساتلو په موخه په خپل منځ کي متحد سي، تر څو د نړۍ د پرمختللو قومونو غوندي ارام او هوسا ژوند ولري.
په ورته وخت کي د بلوڅو د قوم مشر معلم نصرالله بلوڅ هم د خپلي وينا پرمهال دواړو قومونو ته د دوئ د ورځي مبارکي وويل او زياته يې کړه، چي دواړه قومونه په خپلو کي پراخي تاريخي، مذهبي، کلتوري او ټولنيزي اړيکي لري، چي په خبره يې دوئ هيڅکله دښمن ته اجازه نه ورکوي، چي د دوئ ترمنځ بېلوالی راولي.