طالبانودرودګو دچک په ولسوالۍ کې دپوليسو موټر په ماين والوزاوه اوڅلورپوليس يې په کې وژلي دي
ذبيح الله مجاهد وايې چې چاودنه يې دپوليسو په هغه ر نجنر موټر ترسره کړي چې دخوات په سيمه کې په سړک روان وو .
مجاهد ويل چې په دې چاودنه کې دپوليسو موټر هم لمنځه تللى دي .
دميدان وردګو د ولايت يودولتي چارواکي دنوم دڼښودلو په شرط وويل چې چاودنه شوې اوڅلور پوليس په کې مړه نه بلکې په کې ټپيان شوي دي .
دغه چارواکي ويل چې دوي هغه موټر هم دطالبآنوڅخه نه دي ترلاسه کړي کوم چې وړمه ورځ دسالارو له سيمې څخه يې له يوه پوليس او يوې اندازې وسلې سره تښټولى دي .
ويل کيږي چې په وردګو کې دامنيتي پوستو او دولسوليو کې پراته پوليس زياتره هغه کوڅه ډبي ځوانان دي چې دطالب له څرک څخه هم ويريږي اودوي دسيمې دساتنې توان خو لاپريږده چې دخپل ځان موټر اووسلې ساتنه هم نه شي کولاي .