د هند لومړي وزير ته د متحده عربي اماراتو لخوا د مډال ورکولو سره پاکستاني چارواکي سخت په غوسه سوي دي او دا ئې غيرمنصفانه کار بللی دی.
دوې ورځي وړاندي د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کي د دغه هيواد د ترټولو ستر مډال ( زايد مډال) د هند لومړي وزير نريندرامودي ته ورکړل سو.
دا مډال چي د ابوظبۍ د واکمن محمد بن زايد لخوا نريندرامودي ته ورکړل سو په نړيواله کچه منل سوی ايوارډ دی.
د ابوظبۍ واکمن محمد بن زايدپه دې هکله جوړو سويو مراسمو کي وويل، ښاغلی مودي ددې مډال پوره حقدار دی، هغه د هند او اماراتو د اړيکو سمولو لپاره ډېر څه کړي دي.
د ابوظبۍ دا اقدام د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې ده او دائې غير منصفانه بللې چي د هند لومړي وزير ته دي دومره ارزښتناک مډال ورکول کېږي.
بل خوا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر د راولاړي سوي لانجې په تړاو متحده عربي اماراتو د هند ملاتړ کړی دی.