دا يوه داسی نعره ده چی نن دهيواد دهرځوان له غوږو او دماغونو څخه تيريږی . داپدي معني چی زه څومره باشعوره ځوانان پيژنم زياتره يي داوایي هغوي هم دنورو له خولي همدا خبره کوي . ازادي ډير لوي نعمت دي هغه که د درست ملت خوداراديت او خودکفالتی وي او که دافرادو فردي ازادي .
موږ به په خپل ژوند کښی له خواری ، زړو ناروا او نامعقولو رواجونو ، غمونو او ستومانه کوونکو فکرونو څخه څه وخت ازادي ترلاسه کړو ؟
زموږ وجدان او ضمير به د اوسني ټولنيزو ناروا دودونو له لوری تر کومه بنديوان وي ؟
موږ نر او ښځه به کله د خپل ژوند سرنوشت په خپله وټاکو ؟
آيا موږ به خپلو موخو ته ورسيږو ؟
هو ولي نه :
کله چی په ټولنه کښی او په ځانګړي ډول د ټولني په مشرتابه کښي زموږ بشري احساس راژوندي شی .
کله چی دوی انسان درواج لپاره نه بلکه رواج دانسان لپاره وګڼل شی .
کله چی موږ دوي دخپلو ړاندو دودونو قرباني نه کړي .
دوي وايي چی دا رواجونه پښتو ده !
ولي دا ډيره لويه تير وتنه او جهالت دي پښتو ژبه ده پښتو ننګ دي پښتو مړانه او سخا ده ؟
دا کومه پښتو ده چی په موږ کی دخور او لور لپاره د خپل ژوند دشريک دغوراوي نه شعور شته اونه اختيار ؟
دا کوم اسلام او دکوم ځاي پښتو ده چی زموږ ځوانان نه دنکاح حق لري او نه دطلاق ؟
دا کومه پښتو ده چی زموږ د ټولني نيمايي برخه يعني ښځی نه له ورور نه دخپل جايداد دحق خوښتنه کولاي شی او نه له ميړه نه د طلاق او نه دخلعی ؟
دا کومه پښتو ده چی هغه زنانه او ميرمن چی پر کومه نړي اوسی دهغی نړي نه ځان نشی خبرولای په هغه ټولنه کښي چی ستره شی ولي تری خبره نشی چی ښه او بد څه شی ده عدالت او ناانصافی يي څه ده .
دا څه ډول جهالت دي چی دميرمني په نوم مو نيم نسل له ټولو بشري او مذهبی حقوقو نه محروم غلام په څلورو ديوالونو کښي را حصار کړي دی .
موږ نه منو دا دودونه موږ نه منو داسی اخلاق ولي انصاف به هله ترلاسه کوو چی کله موږ په خپله لومړي په ډير لوي حکمت او هوښياري سره همدا ظاليمه ټولنه دي ته چمتو کړو چی موږ ته زموږ جايز بشري حقوق راکړي هغه د ګوتو په شمار جاهلان چی غواړي زموږ پر ټولنه خپل نامعقول او ناولي دودونه د تل لپاره وتپي وبه نشی کړاي چی زموږ دعالمانه او افادي استدلالونو په وړاندي خنډ شی .
که څه هم موږ په فردي او ټولنيز شکل ددي ناخوالو ښکار يو ولي ددی نه دخلاصون لاره په انفرادي توګه نه بلکه په اجتماعي او د اشر په شکل کښي کولاي شو . دهنري او ادبي غونډو له لاري ددی ستونزو حل ممکن ندي له سياسی لاری امکان لري چی دټولو وګړو لپاره د بشر دحقوقو د نړيوالو نرمونو په چوکاټ کي قانون سازی وکړل شی .
دهيواد راتلونکي ټول ټاکني يو طلايي چانس دي بايد چی ضايع نشي .