د عبدالنافع همت ليکنه
ټول مورخين او ټبرپوهان په یوه خوله دي چي نسب له مور سره نه، بلکي له پلار سره تړلی دی، ياني څوک د مور په قوم او قبيله نه يادېږي. په قرانکريم کي هم (۷) ځله انسانانو ته په (بني ادم) ياني د ادم (ع) زامنو سره خطاب سوی دی، خو ما په قران کریم کي نه دي ليدلي چي خدای (ج) دي انسانان په (بني حوا) مخاطب کړي وي، نو له دې څخه ښکاري چي نسب له نارينه سره اړه لري.
څرنګه چي د حضرت محمد (ص) زوی نه دی ځوان سوی او د زوی له خوا يې نسل دوام نه دی کړی، نو تاريخ پوهان او ټبرپوهان وايي چي سيدان قوم نه، بلکي له ديني پلوه د احترام وړ يوه طبقه ده چي د اسلامي نړۍ په ټولو قومونو کي غړي لري، البته بني هاشم او قريش عربي قبايل او قوم يې عرب دی، ځکه خو د افغانستان په اساسي قانون او ملي سرود کي هم د قومونو په سلسله کي د (عرب) قوم يادونه سوې ده.
اکثريت قومونه د خپلي ژبي، ځانګړي لهجې او فرهنګ له مخي پېژندل کېږي، مثلا پښتون، تاجک، ازبيک، پشه يي او بلوڅ د خپلي ژبي له مخي پېژندل کېږي، هزاره که څه هم خپله ژبه بايللې، خو په دري کي خاصه لهجه لري، دغه ډول عرب هم خپله جلا ژبه لري، خو سيد نه په عربستان او نه په نورو هيوادونو کي خپله ځانګړې ژبه او لهجه لري، که يې قوم ته وګورو نو دوی عرب او ژبه يې عربي ده، خو له عربي هيوادونو پرته چي سيدان هر ځای اوسېږي، نو په هماغه ژبه او لهجه خبري کوي، آن دا چي په فکري لحاظ هم له هماغه قوم سره خواخوږي لري، تاجک سيدان له تاجکو، پښتانه سيدان له پښتنو، هزاره سيدان له هزاره وو او ازبک سيدان له ازبکو سره خواخوږي او فکري هماهنګي لري.
څرنګه چي په ټوله اسلامي نړۍ کي سيدانو ته په درنه سترګه کتل کېږي، نو د سيدانو په شمېر کي خورا ډېره مبالغه سوې ده، که يوازي د ايران سيدان وشمېرو، نو دا شمېر په هغه صورت کي منلای سو چي امام حسن او امام حسين (رض) پنځه زره کاله مخکي ژوند کاوه چي بايد اولاد يې دومره ډېر وای، که د ژبي، لهجې او فرهنګ څخه تېر سو، نو بل داسي معيار نه لرو چي د يو چا سيادت دي معلوم کړو. علامه رشاد بابا به ويل چي په هر قوم کي چي يو مشهور صوفي او متقي شخص تېر سوی او خلکو ته محبوب وي، نو د دوی اولاده په دريم نسل کي خامخا د سيادت دعوه کوي، لکه د کندهار د ميربازار ناني اغا نورزی، بهاوالدين جان اغا اسحاقزی، د ملا اکا کورنۍ الکوزي، د ذاکر عبدالله ذاکري هوتک، ارغنداب د جيلاوور ناصران او داسي نور يادولای سو. اسحاقزي او وردګان هم د سیادت دعوه کوي، که د ټولو اسلامي هيوادونو سيدان وشمېرو نو د اسلامي امت نيمه برخه سادات دي.
د علامه رشاد بابا په وينا د سيادت دعوه تر ډېره حده له تصوف سره تړلې ده. کله چي په یوه کورنۍ کي يو صوفي او متقي شخص پيدا سی او بيا پر دغه ډول کورنيو څو پېړۍ تېري سي، نو له خلکو يې اصلي قوم ورک سي او دوی سيدان بولي، ښه دا خو د تاريخ پوهانو او ټبرپوهانو خبري وې، تاسي په دې اړه څه نظر لرئ؟
زما هدف دا نه دی چي خدای مه کړه د دې طبقې سپکاوی وکړم او يا د دوی پر وړاندي د خلکو کرکه راپاروم، پر دې هم خبري نه کوم چي څنګه ځيني خلک نسب بدلوي او بيا د سيد په نوم امتياز اخلي، هدف مي دا دی چي دا په ټبرپوهنه او تاريخ پوهنه کي يو مهم بحث دی، بايد قوم او طبقه سره وپېژنو، مثلا طالبان، کارګران او بزګران طبقات دي، خو بلوڅ د قوم نوم دی.
خپل نظر لاندي او يا ددې لينک تر کليک کولو وروسته وليکئ
https://www.facebook.com/156772534354136/posts/2575591792472186?sfns=mo