سرچينه ايتر تاسوИТАР-ТАСС ، لنته روlenta.ru
دالمپيک د۲۹ دورې دوبنۍ لوبې دپيکينګ په هغه ملي لوبغاړي کي چي د((مرغۍ ځاله )) نوم ورکړه شوی پيل شوې . دپرانيستلو په مراسم تر ۹۰ زرو زياتوکسانوګډون درلودچي دهغه جملې له ۸۰ زياتو هيوادونه دولتي مشرانوهم دپرانستلودمراسيمو دپرانستلوننداره کوله . همدا ډول دنړيوالوخبري رسنيو دڅرګندونوله مخې دنړۍ په ټولوهيوادوکښي ميلياردونوانسانانو دالمپيک دلوبودپرانيستلو دمراسموننداره کړېده .
دالمپيک دبازيودپرانستلو مراسم پر پنځو ځله ۸ عددباندي يعني د۲۰۰۸ کال د ۸ مياشتي په ۸ ورځ دماښام پر ۸ بجواو ۸ دقيقو پيل شوه (2008.08.08.08 (.دغه تاريخ ورځ ،ساعت اودقيقې تصادفي ندي اکل شوی په چين کښي خلک عقيده لري چي اتم عدد دخوشبختۍ راوړلووعدددۍ .
دالمپيک لوبې دپېړيو راپدې خوا دالپميک داورپه لګېدوسره پيل کيږي .
دالمپيک دبازيو دلوبو په وخت کښي بايد په ټوله نړۍ کښي جګړې ودرېږي .مګر متاسفانه داجګړې او انسان وژنه په عراق اوافغانستان کي رواني دی .
همدا نن دروسې اوګرجستان دسوله ساتوځواکونو تر منځ چي دګرجستان په خاوره کې ځاي پر ځاي شوی دي ، يودبل پر خلاف دتوغنديو ډزي وشوې .د ايترتاس دخبر له مخې دروسې ولسمشر ميدوېديف دهيواد دملي امنيت شورا بېړنۍ غونډه راوغوښتل اوپه غونډه کښې ئي په ګرجستان تورولګاوه چې د جنوبي اسيتي پر پلازمېني او پر څوکليو ئې داګست پر اتمه شپه دوسله والي حملې په درشل کي دروسې دسوله ساتو ځواکونو چي دنړيوالو نورمونو اوپرېکړو له مخې دلته اوسی دملکي وګړو په شمول څوکسان هم وژل شوی دي .
دروسې ولسمشر ميدويديف دګرجستان دغه عمل په جنوبي اسيتې کښي دروسې پر سوله ساتو ځواکونوبربنډه وسله واله حمله وګڼل ،اوڅرګنده ئې کړه دګرجستان دلوري کړنې دمنل شوو نړيوالو نورمونو خلاف دي اوبې جوابه به پاته نشي . هغه وويل زه دروسې دجمهور رئيس په توګه دنړۍ په هر ګوټ کښي چي وي دروسې دهر تبع دژوند او امنيت دساتلو دنده پر غاړه لرم .موږ به هيچاته د غير قانوني کړنو او دخپلو اتباعو دوژلو اجازه ورنکړو , اوملامت به لازمه جزاوويني . دملامت څخه دميدوېديف هدف هغه پوځيان دي چي دروسې پرسوله ساتو ځواکو باندي ئې حمله کړېده .
دالمپيک دمراسيمو پرانستل ډير جالب اوحيرانوونکي وه ،په ځانګړې توګه اتش بازي ((سورسورانکي ))
دمراسموپه پيل کښي دمامول سره سم دسولي دسمبول په توګه دتياتري ننداري دچينايي لوبغاړو لخوا وړاندي شوې ،وروسته دهر هيوادسپورتی لوبغاړي په ځانګړو جامو کښي پداسي حال کي چي دخپل هيواد دملي بيرغ ئې له ځان سره لېږداوه دنړۍ د۲۰۵ هيوادوسپورټی لوبغاړي دپکن ملي لوبغاړي ته راننوتل اودلوژله مخې تر تېرېدو وروسته ځانګړ ځاي ته ولاړل . دمعلوماتو له مخې دپيکينګ دالمپيک پدغو لوبو کښي نږ دې لسزره سپورټمينان برخه لري ،چي دسپورټی بازيوپه مختلفو برخو کې به ګډون وکړي .
دالمپيک دلوبو په تاريخ کښي دالومړنۍ ځل وچي ددومره زياتو هيوادوڅخه دومره سپورتی کلوپونو دچين دالمپيک په لوبوکې برخه اخلي . دالمپيک لوبې به دسپورټي لوبوپه مختلفو برخو کې ۱۶ ورځي دوام ولري اوداګست پر ۲۴ به پاي ته ورېږي .
دپيکينګ دالمپيک لوبې دالمپيک دنړيوالي کمېټې د رييس ښاغلي Jacques Rogge په وينا په رسمی توګه پرانستل شوې .