چارواکي وايي، چي د هلمند ولایت نوزاد او سنګین ولسوالیو کي ئې د هوایې بریدونو پر مهال اتلس تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
د هلمند ولايت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي افغان ګمانډو ځواکونو د نوزاد ولسوالۍ اړوند سیمو کي د ځانګړو عملمیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کي ۱۰ تنه طالبان وژل سوي او۵ تنه نورئې ژوندي نیولي دي.
اعلاميه کي ويل سوي ، چي د نړیوال هوایي ملاتړ ځواکونو د سنګین ولسوالۍ اړوند سیمو کي دري هوایي بریدونه کړي په ترڅ کي د طالبانو د سپکو او درنو وسلو زېرمتون له منځه تتل او ۸ وسلوال پکي وژل سوي هم دي.
طالبانو د يادو بريدونو په تړاو څه نه دي ويلي.