ليکنه: اېمل پیاوړی
پنجابی خبریال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون څخه پوښتي چې که د کشمیر په اړه د جهاد اعلان وشي، نو تاسو به خپلو قبایلي پلویانو او پښتنو ته امر وکړئ چې په دغه جهاد کې برخه واخلي؟
منظور پښتون یې په ځواب کې وایي چې موږ په ډېرو جهادونو کې برخه اخیستې او ډېر شهادتونه مو ورکړي او جهاد او شهادت د خدای امر او نعمت دی، مګر د دې باوجود موږ دومره ظالمان او انحصار طلب هم نه یوو چې دا هر څه یوازې او یوازې خپلو ځانونو ته انحصار کړو. موږ به خپلو کشمیریانو وروڼو ته دا سالم حق ورکړو چې هم په جهاد کې برخه واخلي او هم د خدای له لوی نعمت څخه چې شهادت دی برخمن شي.
نوموړی زیاتوي، د پاکستان پوځ چې تر ټولو زیاته بودجه دوی ته ځانګړې او زیات لګښت ورباندې کېږي، دوی جنګي روزنه لیدلې، مهارتونه ور زده شوي او وسلې او امکانات هم لري، نو دوی باید په دغه جهاد کې ونډه واخلي، قبایلي خلک بې وزلي خلک دي، نه یې جنګي روزنه لیدلې او نه هم جنګي وسایل او امکانات لري. دا د پوځ مسوولیت او مکلفیت هم دی، نو د دوی په وجود کې به قبایلي خلکو ته اړتیا نه وي.
همدارنګه ښاغلي منظور احمد پښتون د خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل چې تر کشمیر څخه په قبایلي خلکو ډېرې ستونزې تېرېږي او دوی په ډېر بد وضعیت کې دي، ځکه چې په کشیمر کې ممکن څو سوه کورونه متضرر او ویجاړ شوي وي، مګر په قبایلو کې په زرګونو کورونه ویجاړ شوي، سلګونه زره خلک بې کوره او وژل شوي دي، زرګونه خلک لا هم له خپلو کورنیو څخه لادرکه دي او د دوی کورنۍ تل د هغوی په لټون پسې سرګردانه دي، نو په دې خاطر قبایلي خلک ایله خپلو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
پاکستان تل د پښتنو له احساساتو ګټه اخیستې، دوی یې یا تېرېستلي او یا یې هم په لاپو راوستلي او بیا یې پردیو جګړو ته ورمخ کړي دي. په جنګ کې یې تل لومړی غږ په پښتنو کړی، خو په امتیاز او مقامونو کې یې بیا تل پښتانه نه یوازې هېر کړي دي، بلکې د پاکستاني مقاماتو ټول ظلم او جبر هم پښتنو او قبایلي خلکو ته متوجه دی، که چېرې په دقت سره په پنجاب او قبایلي سیمو کې د خلکو ژوند ته وګورئ او سره پرتله یې کړئ، نو هیڅ د مقایسې وړ نه دی او دغلته روان جبر، ظلم او انتهایي توپیري چلند به له ورایه درته معلوم شي، مګر پښتانه نور د پاکستان په سیاستونو او دسیسو نه غولېږي، دوی ویښ او بیدار دي.
پښتنو ته ښایي چې د منظور پښتون په څېر پاکستاني مقاماتو ته معقول دلیل ووایي او دا ورته ثابته کړي، چې پښتانه د دوی په نیابت له هیچا سره هم نه جنګېږي، پښتون له جنګه توبه ګار دی. مګر که بیا هم د جنګ خبره او اړتیا وه، نو پښتون به د خپل حق جګړه کوي او دا جګړه به له پنجاب او پاکستان سره کوي.