تېره شپه شاوخوا لس نيمي بجې د کابل ښار په شپږمه ناحيه کي د واده په مراسمو کي بمي چاودنه سوې چي ګڼه مرګژوبله ئې رامنځ ته کړې ده.
پېښه د دارالامان پر سړک په قصر دبۍ سالون کي د واده د مراسمو پر مهال سوې ده.
د پېښي پر مهال په سالون کي په زيات شمېر ښځي او ماشومان وه چي د همدې امله د مرګژوبلي کچه ډېره لوړه ده.
د لومړنيو راپورونو له مخي په چاودنه کي تر ۵۰ زيات کسان شهيدان سوي او تر ۱۰۰ زيات نور ژوبل دي.
د پېښي قربانيان ټول ملکي وګړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پېښه تاييدوي، خو د مرګژوبلي په تړاو ئې تراوسه څه نه دي ويلي.
عیني شاهدان وايي، پېښه د دارالامان سیمه کي په شهر دبۍ نومي ودونو تالار کي سوې ده. پر خواله رسنیو د پېښې عکسونه او ویډیوګانې لاس په لاس کيږي چي پکي خلک د خپلو خپلوانو پر وژنه یا ټپي کيدو ویر کوي.
يو عيني شاهد وايي، د چاودنې په وخت کي دی د ښځو ځانګړي ځای کي و، نو ځکه ژوندی پاتې سوی:
“د سړیو ځای کي کابو هېڅ کس هم سالم نه دی پاتې. ټول سړي یا وژل سوي او یا ټپیان دي. ۲۰ دقیقې سالون له لوګي ډک و. ټولو چیغې وهلې. له چاودنې وروسته دوو ساعتونو پورې مرستندویانو قربانیان بهر ته لېږدول.”
طالبانو ويلي چي دا بريد دوی نه دی کړی او ددې ترڅنګ ئې دا پېښه غندلې هم ده.