په نهه ویشتمې دورې المپیک لوبو کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي ټول غړي د پنجشنبې په ورځ بیجینګ ته ورسېدل .
په دوهمه او وروستۍ ډله کې دوه تنه تکواندو کوونکي هر یو روح الله نیکپال او نثار احمد بهاوي شامل دي .
روح الله نېکپال لومړنۍ افغان دی چې د پخپله یې د سیالۍ له لارې په دغو لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړی ، ددغو دوو لوبغاړو لخوا د یو مډال د ترلاسه کولو هیلې هم زیاتې دي .
ټاکل شوې چې دافغان لوبغاړيو لومړۍ ډله به د اګست په پنځلسمې او دوهمه ډله تر شلمې نیټې وروسته سیالۍ وکړي .
د المپيک سيالۍ نن د دوه زره اتم زېږديز کال اتمي مياشتي پر اتمه ؛ اته بجې او اتو دقيقو پېلېدونکي دي .