کور / تازه خبرونه / پاكستان: په پينډۍ، لاهور او كراچي كي د بريدونو خطر دئ

پاكستان: په پينډۍ، لاهور او كراچي كي د بريدونو خطر دئ


د پاكستان د كورنيو چارو وزارت وروسته له هغه امنيتي ادارو ته د تيارسئ امر كړى چي په وينا يې له قبايلي سيمو څخه يې داسي راپورونه ترلاسه كړي چي څو تنه ځانمرګي بريد كوونكي پينډۍ، لاهور او كراچي ښارونو ته خوځېدلي دي.
د كورنيو چارو وزارت وايي امنيتي مامورينو ته يې د احتمالي بريد كوونكو نښي او ځيني نور اړين معلومات په لاس وركړي دي چي تر بريد مخكي دغه كسان ونيسي.