کور / راپور / هند: پاکستان دي خلګ نه بېلاري کوي او د نورو په کورنيو چارو کي دي لاسوهنه بنده کړي

هند: پاکستان دي خلګ نه بېلاري کوي او د نورو په کورنيو چارو کي دي لاسوهنه بنده کړي

هند وايي، پاکستان بايد د کشمیر په هکله حقيقت ومني او بايد د بل هيواد په کورنيو چارو کي لاسوهنه بنده کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ویاند رویش کومار پرون په يو خبري کنفرانس کي وويل، چي پاکستان بايد حقيقت ومني او خلګ بېلاري نه کړي.

نوموړي زياته کړه، چي پاکستان په کشمير کي د هند د ګامونو څخه په وېره کي دی او دوی ښه پوهېږي چي په سيمه کي د پرمختګ وروسته خلګ نه سي بېلاري کولای.

ښاغلي کومار وويل،  ددې وخت رارسېدلی چي پاکستان د نورو هيوادونو په خپلمنځي چارو کي لاسوهنه بنده کړي او بايد نور حقيقت ومني.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه تاوتريخوالی زيات سو، چي تېره دوشنبه هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او دغه سيمه ئې د هند تر قانون لاندي کړه، چي په دې سره به کشمير په بشپړ ډول د هند تر قوانينو لاندي وي.

پاکستان د هند ددغه پرېکړي پر وړاندي سخت په غوسه دی او د ملګرو ملتونو ترڅنګ ئې په نورو نړيوالو ادارو کي  ئې د هند ددغه ګام پرضد خپل شکايتونه ثبت کړل.

پاکستان د هند سفير ته د هيواد د پرېښودلو امر کړی او پوځ ئې د تيارسي په حال کي دی.