د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي په کابل کي د طالبانو وروستی بريد د اندېښنې وړ دی او د ملکي وګړو د وژلو لپاره طالبان هيڅ دليل نه لري.
نوموړي ويلي، چي د سولي د مذکراتو په درشل کي بايد طالبان د تشدد پېښي را کمي کړي او دا به سياسي حللاري او اوربند ته لاره هواره کړي.
د اګسټ پر اوومه نېټه د کابل په شپږمه ناحيه کي موټر بم بريد تر ۱۶۰ کسانو پوري مرګژوبله واړول چي ډېری ئې ملکي وګړي وه.
د زلمي خليلزاد ټويټ ته په غبرګون کي طالبانو ويلي، چي خليلزاد بايد يواځي د طالبانو بريدونه تشدد ونه بولي، بلکي د امريکا او افغان دولت بمبارۍ او چاپې هم بايد په تشدد کي راولي.