کور / #PTM / د محسن داوړ او علي وزير وکيلان د هغوی ملاقات ته نه پرېښودل کېږي

د محسن داوړ او علي وزير وکيلان د هغوی ملاقات ته نه پرېښودل کېږي

په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلکو استازي علي وزير او محسن داوړ چي د ترهګر رياست لخوا په زندان کي ساتل کېږي، تېره ورځ ئې وکيلانو ته د ملاقات اجازه نه ده ورکړل سوې.

د وزير او داوړ وکيلان طارق افغان او سنګين خان وايي، چي تېره ورځ د هريپور زندان ته د خپلو مؤکلينو لپاره ورغلي وو، خو د زندان واکدارانو موږ ته د ملاقات اجازه رانه کړه.

ښاغلی افغان وايي، چي د پوځ په غوښتنه موږ د هغوی ملاقات ته نه يو پرېښودل سوي.

همداراز سنينټر عثمان کاکړ او د وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي مير کلام وزير له يې هم د ملاقات اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلی افغان زياتوي، چي دا د ټولو قوانينو څخه سرغړونه ده چي د يو سياسي بندي چي لا تراوسه کومه سزا هم نه ده ورته ټاکل سوې له ملاقات څخه دي څوګ بند کړل سي.

هغه وايي، چی د وزير او داوړ سره دي د نورو سياسي بنديانو په څېر چلند وسي او هغه حقوق چي يو بندي ته قانون ورکړي دي بايد ورته ورکړل سي.

نوموړی وايي، چي دوی پر داسي مهال د ملاقات څخه راګرځول سوي دي، چي نن د اګسټ پر ۸ نېټه په محکمه کي د علي وزير او محسن داوړ د مقدمې اورېدنه کېږي.

افغان دا هم وايي، چي له يوې خوا دوی د هغوی ملاقات ته نه پرېښودل کېږي او له بلي خوا چي کله د وزير او داوړ مقدمه عدالت ته وړاندي کېږي، نو جج په رخصتۍ لاړ سي. خو موږ ته پته نسته چي هغه ولي پر دغسي موقع رخصت کړل سي.

تېره اونۍ پخواني سنېټرانو او یادو د بشري حقونو غړو فرهت الله بابر او افراسیاب خټک د محسن دواړ او علي وزیر سره په زندان کي د ملاقات وروسته ویلي وه، چي ددغو دواړو سره د جنګي قیدیانو په څېر سلوک کیږي.