پكتيا :
نن سلاكار وزير او دپكتيا والي ِښاغلي جمعه خان همدرد د يوه لوړ پوړي پلاوي په رائس كي د پكتيا ولايت احمد خيلو ولسوالي ته ولاړ او هلته يي د پنځو پروژو د بنسټ ډبري كيښودې .
په دي پروژو كي د احمد خيلو ولسوالۍ وداني ، د دوه ښوونځيو ودانۍ او دوه كلنيكونه شامل دي ، چي د ولسوالۍ په ودانۍ به ۲۷۰۰۰۰$ ، د دوه ښوونځيو پر ودانيو به ۱۸۶۰۰۰$ او د دوه كلنيكونو پر ودانيو به ۱۸۰۰۰۰ امريكايي ډالره ولږيږي، د يادوني وړ ده چي د ولسوالۍ د ودانۍ د پكتيا د بيارغوني ټيم ، د ښوونځيو ودانۍ به د پوهنې وزارت د پرمختيايي پلان او د ګرديز پي آر ټي په مرسته او د كلنيكونو ودانې به د عامي روغتيا په ځانګړي بودجي جوړي شي.
داپه داسي حال كي ده چي څو ورځي وړاند د پكتيا مركز او اريوب ولسوالۍ كي د دوه روغتيا يي مركزونو د بنسټ ډبري كيښودل شوي .