کور / تازه خبرونه / د چك پر ولسوالي تېره شپه طالبانو حمله كړې

د چك پر ولسوالي تېره شپه طالبانو حمله كړې

د وردګو د چك پر ولسوالي باندي تېره شپه په سلګونو طالبانو حمله كړې چې په پايله كې يې دوه طالبان وژل شوي او درې نور زخميان شوي دي.


يوه عيني شاهد له سيمي څخه لر او بر ويبپاڼې ته وويل چې پر ولسوالي باندې دغه حمله د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر اذانو پورې روانه وه، چې د تېرو څو مياشتو په پرتله ډېره سخته حمله وه.


د نوموړي كس په وينا په دې حمله كې د ولسوالۍ امنيه قومندان پر مټ باندې ژوبل شوى دى او يو پوليس په نس كي زخمي شوى چې روغتيايي حالت يې خطرناك بلل شوى دئ.


د سيمي اوسېدونكي وايي په كلي كې يوه مېرمنه هم په ورانه كې ژوبله شوې او په دريو كورونو كې راكټونه لګېدلي چې چاته يې زيان نه دئ اړولى.


د يادونې وړ ده چې دا د وردګو پر چك ولسوالي باندي په څو مياشتو كې دوه ويشتم بريد دى چې طالبان يې كوي .