د غزني ولایت د اندړو ولسوال عبدالرحیم دیسیوال نن څه باندی لس بجې د وسلوالو طالبانو له کمین نه تپي وتی دی ، عبدالرحیم دیسیوال لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دی د اوږې په سر لږېدلی دی او ټپ یې خوړلی.
د اندړو ولسوال دیسیوال وویل چې دوی له غزني ښار نه د ولسوالۍ په لور روان وو چې د ارزو په کلي کې پری وسلوالو طالبان برید خښ کړی دیسیوال دا ډول زیاته کړه چې دوی په ځوابي برید کې له وسلوالو طالبانو دری ووژل او یو یې ټپي کړ.
عبدالرحیم دیسیوال تر دی څو ځلې وړاندې هم د وسلوال نښه ګرځېدلی ، عبدالرحیم دیسیوال یو له هغو چارواکو څخه دی چې د سیاست تر څنګ په فرهنګي چارو کې هم وړ خدمتونه یې کړي.