د سويلي پښتونخوا په مرکز کوټه کي بمي چاودني دوه تنه وژلي او ۱۲ تنه نور ئې ژوبل کړي دي.
دغه پېښه چي د کوټي په ختيځ بايپاس د جتک نومي بس تمځای سره سوې ټوله مرګژوبله پکی عامو خلګو ته اوښتې ده.
پېښه د سې شنبې په ماښام هغه مهال وسوه چي خلګ کورونو ته روان وه او دلته د عامو کسانو ګڼه ګوڼه ډېره وه.
ويل کېږي چي دغه چاودنه د يو موټرسيکل په واسطه ترسره سوې چي په پېښه کي مجرم کس هم له سيمي څخه تښتېدلی دی.
ژوبل کسان نژدې روغتون ته وړل سوی او ډاکټران وايي، چي د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښي پړه تراوسه کومي وسلوالي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې، خو کله کله په پښتون ميشتو سيمو کي د پاکستان لخوا روزل سوي سختدريځي ډلي د تشدد پېښي کوي.