غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۹۱
دا چي د کلکتې کلیوالو اوسېدونکو ته له بنګالي پرته بله هیڅ ژبه نه ورتله، نو زه مجبور وم یو ژباړن راسره ملګری کړم. چي هر څه کوښښ مي وکړ کوم سیمه ییز مسلمان مي مرستي ته تیار نسو. ټولو بس همدا یوه خبره تر لکۍ نیولې وه چي هلته د ملاریا ناروغي سته او ورتګ خطرناک دی. اخیر اړ سوم د کانګرس د کاري کمېټې غړی ډاکټر پروفولاچندرګهوش ته مي خواست وکړ. هغه په ډېره لېوالتیا راسره ومنله. صرف دومره یې راته وویل چي خان صاحب دا د بنګال خلک خو مړه دي هلته نو ولي ځې؟ دوره مو پیل کړه. کلي ته به ولاړو، خلک به مو راغونډ کړل او د ژباړن په وسیله به مي خبري ورته شروع کړې. ورته ویل به مي چي هندوستان یو وخت د سرو زرو هیواد وو، کور کي به شیدې وې، غوړي او وریجې به وې، مګر اوس دا شیان ټول کاخت دي او بچیان مو وږي تږي او خوار و زیار ګرځي. دا ولي؟ هغوی خوارانو به مي خبرو ته ډېر په غور غوږ ایښی وو. لومړۍ جلسه کي مو شاوخوا پنځوسو کسانو برخه اخیستې وه. ورو-ورو یې شمېر زیاتېدی او اخیر سوونو ته ورسېد. یوه ورځ مې خپل ژباړن ملګري ته مخ کړ او ورته ومي ویل چي تا خو پر دوی د مړو شک کړی وو، اوس یې وینې؟ دا خلک مړه نه دي، بلکي همدرد او غمخور یې نسته چي چوپړ یې وکړي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۹۲
دا چي د کانګرس د لویې غونډي لپاره مي د بنګال دوره پر نمايي پرې ایښې وه، نو چي څنګه غونډه پای ته ورسېده ما بېرته د سفر موزې په پښو کړې. انګرېزان پوهېدل چي د بنګال هندوان خو ویښ سوي دي، اوس یې د مسلمانانو راویښولو کار هم شروع سوی دی، دا شی به مو بېړه راغرقه کړي. همدا وو چي د بمبيي عیسویانو ته د وینا پر مهال راپسي راغلل ویې نیولم او زندان ته یې واچولم. ګاندي جي چي راخبر سو حال یې راولېږی چي دا وخت د بند نه دی د کار دی، چټک بخښنه وغواړه او راووزه. ما ورته وویل ښه پوهېږې چي په دې مي نه پرېږدي نو بخښنه ولي وغواړم؟ خو هغه پر خپله خبره ټینګ وو. زما یقین وو چي ګټه نه کوي، بیا مي هم د ده خبره ومنله او عفوه مي وغوښته. مګر انګرېزانو پر دې سربېره هم دوه کاله سخت قید کړم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان