ليکنه: ايمل پياوړی
پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې تر دې مهاله یې د دوست په نامه او جامه کې د افغانستان تر دښمنانو هم زموږ وطن ته سخت تاوانونه پېښ کړي دي. ان د مرحوم داوودخان له وخته په افغانستان کې په یو او بل ډول د قوي مرکزي دولت د رامنځته کېدو د مخنیوي ناوړه هڅې کوي او د دې لپاره یې په داخل کې ځینې افراد او ډلې ګومارلي او هغوی یې د مزاحمتونو او ستونزو ایجاد ته لمسولې دي.
مګر د ثور د اوومې له کودتا وروسته پاکستان پراخ لاس پیدا کړ چې د افغانستان له مهاجرتونو، جنګونو، ناامنیو او دربدریو څخه زموږ د تباهۍ لپاره استفاده کړي. خپلې برنامې او توطیې په لاره واچوي او ګام پر ګام یې عملي کړي.
د د مجاهدینو په وخت کې یې هم هر څه ته لاسرسی اسانه و او د طالبانو په وخت کې خو بېخي داسې وو چې هر څه د دوی په امر او فرمایش ترسره کېدل، حتی د بودا بوتان هم د پاکستان په لمسون په بمونو والوزول شول. د حامد کرزي په وخت کې هم پر پاکستان باور او تکیه له حده زیاته وه او داسې احساسېدله چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان یوه میاشت هم نشي پاېدلی.
مګر ولسمشر غني په ډېر جرئت او وضاحت سره پاکستان ته سره کرښه کش کړه او دا کار یې د پاکستان ملکي حکومت سره هم وکړ او نظامي مسوولینو ته یې د جي ایچ کیو په مرکز کې هم وویل چې د افغانستان پر ضد نااعلان شوی جنګ ودروئ. افغانستان د خپل ستراتیژیک عمق مرکز مه ګڼئ، د افغانستان استقلال ته درناوی ولرئ. د ښه ګاونډیتوب نړیوال اصول پرځای کړئ او د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې او پر غیر دولتي ګروپونو او جنګي ډلو له پانګونې او بیا په افغانستان کې د دوی له استعمال څخه ډډه وکړئ، کنه موږ به هم په مثل عمل لاس پورې کړو.
پاکستاني مقاماتو ته دا ملنډې معلومېدلې، چندان ارزښت یې ورنه کړ او په تورخم کې چې پاکستانۍ ملېشې یو ډز وکړ، نو افغانانو په ځواب کې لس ډزه ورباندې وکړل او په دریمه ورځ پاکستان ننواتې کولې چې جنګ دې بند شي او د خبرو له لارې به ستونزه هواره کړو.
د کراچۍ بندر پرځای افغانان اقینې، چابهار او منځنۍ اسیا ته مخه کړه، د تورخم د لارې لویې لارۍ کمې شوې، پاکستاني تاجران ، صنعتکاران او بزګران په چیغو شول، خپل حکومت اومقاماتو ته یې بد رد وویل، ځکه دوی خپل لوی مارکېټ او مهمه لاره افغانستان له لاسه ورکړی وو او دا مهال د پاکستان پرځای ولسمشر غني د تورخم د بندولو ګواښونه کول.
لنډه دا ولسمشر غني چې څه ورته ویلي وو پاکستان ته یې عملا ثابته کړه، پرون که کرزي پاکستان ته زارۍ کولې، نن عمران خان او نور پاکستاني مقامات افغانستان ته زارۍ کوي چې لاره راکړه، سوداګرۍ او همکاریو باندې به خبرې وکړو او دوستانه مناسبات باید سره پیاوړي کړو.
اوس هم سر وخت دی او پاکستان باید په دوه انتخابونو کې یو د دښمنۍ او بل د دوستی دی یو انتخاب کړي. تر دې مهاله یې په خوله د دوستۍ نارې وهلې، مګر اصل انتخاب یې دښمني وه او د دښمنۍ دریځ یې اختیار کړی و، مګر اوس وګورو چې پاکستان څه کوي دښمني په دوستي بدلوي او که همداسې دښمنۍ ته ادامه ورکوي.