
د پېښور های کورټ چي د پښتون ژغورني غورځنګ د ځينو غړو د خوشي کولو حکم ورکړی دی، لا تراوسه دغه کسان خوشي سوي نه دي.
های کورټ د پي ټي ايم د مخکښانو عبدالله ننګیال او عارف وزیر په ګډون د غورځنګ د اووه نیول سویو غړیو د خوشي کولو حکم ورکړی دی.

دا ټول کسان د پي ټي ايم په ملاتړ تورن سوي وه او پرته له کوم جرم څخه په زندان کي پاتي دي.
د نیول سویو کسانو وکیل شهاب خټک وویل په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، “ حکومت د تهري ایم پي او قانون ډیر په منظمه توګه د غورځنګ د غړیو د خاموشه کولو لپاره په کار راوستی دی.”
نوموړي زیاته کړه چي عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د اووه فعالانو د خوشي کولو حکم ورکړی دی خو لا خوشي سوي نه دي.
د یاد غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وايي د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کي د دوي تر ۳۰ ډیرو ملګرو باندې مقدمې درج کړل سوې دي.
ثنا اعجاز وویل چي دوي دا وخت د خپلو ملګرو لپاره قانوني جنګ کوي ، او هڅه کوي چي په عین وخت کي د ضلعو په کچه تنظیم سازي وکړي.
بل خوا د پي ټي ايم دوه مخکښ مشران او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير او محسن داوړ هم په زندان کي پرته له کوم دليله پاتي دي او دهغوی محکمه وخت په وخت ځنډول کيږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه