کور / #PTM / د ګلالۍ اسماعيل پلار: رياست د منطق پرته پر موږ بې ځايه مقدمې درجوي

د ګلالۍ اسماعيل پلار: رياست د منطق پرته پر موږ بې ځايه مقدمې درجوي

پاکستاني رياست د بشري حقوقو پر فعالي او د پښتون ژغورني غورځنګ پر يوې مخکښي ګلالۍ اسماعيل پر مور او پلار د ترهګرۍ ملاتړ مقدمې درج کړي دي.

د پاکستاني رياست په خبره د ګلالۍ اسماعيل بانکي اکونټ ته د هند څخه پيسې راځي او بيا دوی دا پيسې د ترهګرۍ په ملاتړ لګوي.

خو د ګلالۍ پلار پروفيسراسماعيل وايي، دا څنګه کيدای سي چي هند دي د ترهګرۍ د ودي  لپاره ددوی بانکي اکونټ ته پيسې رالېږي.

د اسماعيل په خبره، د ګلالۍ اکاونټ ته په قانوني توګه د هاغو تنظیمونو څخه پانګه راځي کوم چي د سولې لپاره کار کوي.

پروفیسر اسماعیل ویلي پیښور کي زموږ په کور ډزې وسوې او بیا مجبوراً اسلام آباد ته په کډه لاړو او علت یې دا ؤ چي زما لور ګلالۍ به د ترهګرۍ او ترهګرو خلاف خبره کوله او ځوانان یې سولې ته رابلل.

هغه پوښتنه  کړې، چي دا څنګه ممکنه ده چي هند یا کوم بل هیواد دې د ترهګرۍ د ودې لپاره په قانوني طریقه د بانک په ذریعه پنګې راولیږي؟

دا د عقل او منطق پرته د خلګو پرضد مقدمو جوړولو ته يو بهانه لټول دي.

د پروفيسر اسماعيل مدافع وکيل شهاب خټک وايي، دا مقدمه په بد نیتۍ لیکل سوې او د راروانې اوریدنې په مهال یعنې په ۲۲مه جولایي به پولیس عدالت ته ثبوتونو وړاندې کولو کي ناکامه سي او امکان لري عدالت مقدمه خارج کړي.

شهاب خټک ایډوکیټ وایي مقدمه کي د اېف ایي ای د ۲۰۰۹ د پلټونو ذکر سوی دی کوم چي هاغه وخت د ګلالۍ د تنظیم اویر ګلز خلاف سوې وې.

هغه پوښتنه وکړه چي لس کاله وروسته ولې ددغه پلټنو مقدمه ولیکل سوه؟

پاکستانی رياست اوس هڅه کوي چي په يو او بل نوم د هغه کسانو مبارزه ډب کړي چي د پښتنو د حقوقو لپاره اواز اوچتوي، په تېره بيا د پښتون ژغورني غورځنګ پر ملاتړو ئې سخت بنديزونه لګولي دي او آن ځيني مشران ئې له کوم ثبوت پرته په زندانونو کي اچولي دي.