د مشاعرې بلنليک
د لوی خدای په نامه
له تاسوڅخه په ډېردرنښت هيله کیږي،چې (د افغانستان د خپلواکۍ د نهه اتیایمې کلیزې د ویاړ مشاعره ) تر عنوان لاندې په هغه ستره او رنګینه مشاعره كښې ګډون وکړی چې د هیواد د پوهانو، شاعرانو، لیکوالانو، محصیلینو ، مشرانو، کلتوري او علمي شخصیتونو په ګډون د وردګو د کلتوري یون او آریانا کابل د هوټل د ادارې له لوري جوړیږي اودغه ګل ورینې مشاعرې ته په خپلو راتلو سره لا زیاته ښكلا ور وبخښئ.
بلونكى: د وردګو کلتوري یون
وخت: پنجشنبه د 1387 د زمري یا اسد (17) مه د (2008) زيږديز کال، د آګست (7) مه نیټه د ماسپښین 2 دوې بجې
ځاى: آریانا کابل هوټل ، د سیلو سړک، میرویس میدان یا کوټه سنګي، د کابل ښار
مهم ټکی:مهرباني وکړی له ټاکلي وخت څخه لږ مخکې د مجلس تالار ته تشریف راوړی ځکه چې د دې رنګینې مشاعرې پيل به د ماسپښین په دوو بجو هرو مرو کیږي او په ټاکلي وخت پای ته رسیږي. مننه
نوټ: مهرباني وکړی که د دې مشاعرې د موضوع په هکله شعر او یا هر ډول لیکلی مطلب له ځان سره ولری نو د مشاعرې په لړ کې یې ټاکلې کمیټې ته له خپل یو قطعه عکس سره یو ځای و سپاری چې بیا وروسته د کتاب په بڼه خپریږي.