افغان جمهور رئيس حامد كرزي د هند له يوې ورځپاڼي سره په مركه كي ويلي چي د اپرېل په مياشت كي پر ده په وژونكې حمله كي د پاكستان د استخباراتو لاس وو.
جمهور رئيس وايي د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ښه سړى دئ، خو حكومت يې بايد افغانستان ته د را اوښتونكو تروريستانو مخنيوى وكړي.
د جمهور رئيس په وينا پاكستان خپله هم د تروريستانو ښكار دئ چي په دغه هيواد كي كېدونكي ځانمرګي بريدونه او د پيپلز ګوند د مشري بېنظير بوټو وژنه يې بېلګه ده.
نوموړي په خپله دې مركه كي پاكستان ته ډاډ وركړى چي له هند سره د افغانستان اړيكي د دوى دپاره كوم خطر نه لري، بلكي د يوه پرمختللي او ارام پاكستان دپاره زياتي اقتصادي ګټي هم لري.