کور / تازه خبرونه / بوش له كوريا څخه مرسته غواړي، كوريايان مظاهرې كوي

بوش له كوريا څخه مرسته غواړي، كوريايان مظاهرې كوي

په داسي حال كي د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش جنوبي كوريا ته د يوې ليدني په ترڅ كي ورسېد، په زرونو كوريايانو د نوموړي پر خلاف مظاهرې وكړې او د بوش او امريكا ضد شعارونه يې وركول.
مظاهره چيانو ويل د جمهور رئيس بوش حكومت پاى ته رسېدلى، په عراق او افغانستان كي يې جنګونه نښلولي او اوس د جنوبي كوريا څخه ستراتيژيكي مرستي غواړي چي دا د دوى دپاره د منلو وړ نه دي.
د جمهور رئيس ډبليو بوش واكمني د راروان كال په جنوري كي پاى ته رسېدونكې ده او دا يې جنوبي كوريا ته وروستى سفر ګڼل سوى دئ.
له ډبليو بوش سره يې په دې سفر كي مېرمن لارا بوش هم ملګرې ده چي د كوريا د پلازمېنې سېول په هوايي ډګر كي د كوريا خارجه وزير يوميونګ هوان ښه راغلى ورته ووايه.