شاعر، حفيظ الله ياد
* – – – – – – – – – – *
که باران دا ستا د وينو سوی نه وای
پښتانه به لا ويده وو په خوبونو
/
که لنده دا ستا لمن له خولو نه واى
پښتانه وو څه خبر له غورځنګونو
/
که تا ” وړانګه ” په خپل کور کښي وای تړلې
چا به رسوو دا ږغ تر ګودرونو
/
پېښور به وايه چا بلدولو
د زخمي کابل له درده او آهونو
/
د ښامار سر دي نيولى وو په لاس کښي
تا نيولى وو په تور د وحشتونو
/
که تا خپله ککرۍ نه وای بايللې
سرې ګولۍ به وړلې چا پر ځيګرونو
/
تا ټټر وو مخ ته کړى سمندر ته
وې بې نيازه له وړو وړو سيندونو
/
که تا غرونه په خپل سر مات کړي نه وای
کني څوک ختل سَرو ته د دې غرونو
* – – – – – – – – – – *
که ارمان د آزادۍ ارمان کښي نه وای
پښتونخوا به پسي نه کړل ارمانونه
/
دا خو ته وې چي پښتون غرور دي ويښ کړ
له خپل ځانه خبر نه وو دا سرونه
/
ولي وه لوېدې د عرش په نيمه لار کښي
چا در و وهل په اور کښي وزرونه
/
د رڼا په لټه وتى وې له کوره
تا په لڅو پښو را پرې کړل ګړنګونه
/
حوصلې دي د آسمان په څېر اوچتي
سول ستومانه ستا همت ته طوفانونه
/
ستا د ويني خوشبويي له مستۍ ډکه
چي يه مست کړل لر او بر کښي اولسونه
/
تا په ژوند وزري غوړي کړې پرواز ته
تا په مرګ وکړ په بره پروازونه
/
موږ د قام پر دنګو غرونو دي ليکلي
ستا خبري، ستا غزلي، ستا يادونه
* – – – – – – – – – – *