اوسلو: 08.07.2019 نن چی د جولای د میاشتی د اتمی نیټی سره سمون خوري د ناروی هیواد په کچه د اسلو په ښار کی د پښتون ژغورنی غورځنګ په ملاتړ یوه پراخه غونډه جوړه شوه . غونډه چی د بیلابیلو کلتوري ټولنو داستازو په ګډون جوړه شوی وه د قران اعظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل، لمړی د تیرو غونډو مفصل را پور وړاندی شو او وروسته په غونډه کی د پښتون غمیزی اړوند تاوده بحثونه وشول او ددا شان غونډو جوړیدا یی په ناروی کی د میشتو افغانانو یو تاریخي رسالت وباله. او دا ټینګار وشو چی دا کومه سیاسي غونډه نه بلکه په لر او بر افغان د مظالمو او نا برابریو او بالاخره د پښتون جینوسایډ د پای ته رسولو د ملاتړ په موخه جوړه شوی ده. په دی غونده کی د هر فکر او نظر خاوند د پښتون ژغورنی د بیرغ لاندی د پښتون ته ژوندون غواړو په پار په یو ټغر راټول شوی دي. په غونډه کی وړاندیزونه او نظریات تبادله شول او ملګرو په ډیر اخلاص د مشخصو دندو په اخستو سره خپلی ژمنی ددی غورځنګ په ملاتړ تازه کړی . په غونډه کی فیصله وشوه چی د چارو د سمون په موخه به لنډمحالی شورا خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د راتلونکی غونډی د جوړولو تابیا به نیسی .
لنډمحالی شورا
اسلو
مصطفی امن