غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۶۶
زموږ غونډو ته به معمولن ګڼي ښځي هم راتلې. یوه ورځ مو اتمانزو کي یوه لویه جلسه رابللې وه چي یودم پوځیان راغلل، تر خلکو راچاپېر سول او ورته ویې ویل چي ځئ دلته غونډه مه کوئ. هېچا یې په خوله ونکړل. دوی ډزي پر وکړې او دوه کسان یې پکښي شهیدان کړل. خلکو منډي کړې. په دغه غونډه کي د دل ارا په نامه زما یوه خورزه هم وه. هغه د ښځو له ډلې راووته او د جلسې لور ته یې وروځغاستل. له تښتېدونکو خلکو څخه یوه ورته وویل چي اې نجلۍ دا ته څه کوې؟ نه وینې چي ډزي دي؟ دې ورته وویل: بې غیرتو تاسي تښتئ، ځکه خو زه دا دی مخامخ پر ورځم.
د هغې دغي خبري ټول خلک له تېښتي راوګرځول او راغلل تر پوځیانو راوتاو سول. یوه افسر وپوښتل چي دا خلک چیشي غواړي؟ سعدالله خان ورته وویل چي دوی په دې راغلل چي هسي نه تاسي یې مړي یوسئ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۶۷
د ګاندي جي او لارډ ارون تر منځ سوله ما ته هسي د اوبو د سر کرښي او یوه ژر تېرېدونکې سوله ښکارېده. له بلي خوا مي په خپلو خلکو کي یوه بل شان جذبه تر سترګو سوه. له ځان سره مي وویل چي مځکه ډېره ښه چمتو ده باید کر پکښي وکړل سي. همدغه یې وخت دی. سوله هره شېبه ممکن ختمه سي. شپه و ورځ مي پر ځان یوه کړه. کلي په کلي او کور په کور وګرځېدم او ټول پښتانه مي د دنیا په روانو حالاتو پوه کړل. خدای ډېر ښه ملګري راکړي ول. هغوی په محبسونو کي ډېره ښه روزنه اخیستې وه. محبسونه د قومي خدمتکارانو لپاره د یوه روزنځای ارزښت لري. زموږ یو ملګری حق صاحب نومېد، نهایت مخلص خدايي خدمتګار وو. له ده سره چي به چا خبره لاندي باندي کړه، نو ده به ترې وپوښتل: د قوم او هیواد لپاره زندان ته لوېدلی یې؟ هغه چي به ورته وویل نه! ده به ورته کړل چي بس نو په قران هم نه پوهېږې، ځکه زه چي زندان ته ولاړم په قران مي هم سم سر خلاص سو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۶۸
زموږ په غونډو کي به د مېرمنو په ګډون هسي هم سخت خوشحالېدم، خو چي د تنګي په جلسه کي مي د ښځو کومه پراخه برخه اخیستنه ولیده زړه مي باغ باغ سو، ځکه زما دا باور و عقیده ده چي یو قوم هله پرمختګ کولای سي چي ښځي او نارینه یې اوږه پر اوږه لکه د ګاډۍ دوې پايې داسي حرکت وکړي. د الله پاک شکر مي ادا کړ چي زموږ خوارۍ اوبو نه وې وړي. د ښځو له بیدارېدو سره مي ډېري هیلي پیدا سوې. ویل مي که خیر وو اوس به زموږ قام هم پرمخ ولاړ سي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان