کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

پيښور(هيوادخبر ):  په ټول هيواد کښې دباران اوسيلابونو لړۍ روانه ده او له امله ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده په خيبر ايجنسۍ کښې د توپانى باران له امله په سلګونو کورونه له منځه تللي دي او ګڼ کسان اوبو وړي دي چي شمير يي تراوسه دولس تنو ته رسيدلۍ دى په جمرود او باړه کښې دتوپانى اوباران  او سيلاب له امله ګڼ کورونه  ړنګ شويدي د باړې په سيمه برقمبرخيل کښې يوه ښځه اويوه ماشوم اوبو وړي  دي د سيلابي اوبو  له امله يو کور راپريوتو له امله  پنځه تنه مړه شويدي اوڅلور بې درکه دي په تحصيل جمرود کښې دتخته بيګ په سيمه کښې خاصدار ځواک ديوې خوړې څخه دپنځو تنو مړ موندلي دي دتخته بيګ په سيمه کښې پرپاک افغان لويه لار يو پل اوبو راغورځولۍ دى او امله لاره تړل شويده د صوبه سرحد په مختليفو سيمو کښې دسيلاب وروسته مرستې لپاره ايالتي حکومت پوځ راغوښتى دي دخبرترمخه دپيښور په اړوند سيمو کښې باران دژوند چارې په ټپه درولې دي دصوبه سرحد وزير اعلى ويلي دي چي دسيلاب ځپلو سره دمرستو په لړکښـې به ايالتي حکومت دښاروالۍ سره مرسته وکړي پوټوهار ، ريګۍ ، شاهى بالا اواړوند سيمې کښې دباران اوبه کورونو ته ننوتې دي اوله امله يي په سلګونو کورونو ته زيان اړولۍ دي دکوهاټ په سيمه کښې هم ديوه کوربام راپريوتو له امله يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړيدي راپورونه په ډاګه کوي چي صوبه سرحد او اړوند قبايلي سيمو کښې دباران او توپان له امله ټول ټال 31 تنو ژوند د لاسه ورکړيدي .



پيښور(هيوادخبر ): په کوهاټ کښې پرپوليسو بريد شوي او له امله يي يو تن پوليس مړ دوه سخت ژوبل شويدي دپوليسو د وينا ترمخه دکوهاټ هوايي ډګر د ساتنې لپاره دجنډى سټيشن بائى پاس روډ په سيمه کښې  پوليس په ګزمه بوخت ووپدغه وخت د سړک په اړوند کښې په باغونو کښې ناستو کسانو دپوليسو پرموټر ډزې وکړ ې او له امله يي يو تن پوليس دين محمد ووژل شو او دوه تنه پوليس امان ګل او خان محمد سخت ټپيان  شول ژوبل کسان په سمدستي توګه روغتون  ته ليږدول شوى او پوليسو د ناپيژاندو وسلوالو په وړاندې هلى ځلى پيل کړيدي .



پيښور(هيوادخبر ): د صوبه سرحد د پوهنې وزير سردار حسين  بابک وايي په بم چاودنو او ميزايل حملو باندې څوک شرعي نظام نشي رامنځته کولې حکومت دعوام د سراومال ساتنه خپل مسؤليت ګڼي دغه خبرې ايالتي وزير دضلع بونير ډهنډى کوټ په سيمه کښې ولسي غونډي ته په خپله وينا کښې وکړې ايالتي وزير د پرمختګ لپاره دامنيت پرټينګښت ټينګار وکړ او له خلکو څخه يي په جوماتونو ،حجرو او خپلو سيمو کښې د امن پيغام ترهر چاپورې رسولو غوښتنه وکړه ښاغلى بابک دتعليمي ادارو پرويجاړولو سخته خواشني وښودله او دغه عمل يي دماشومانو راتلونکۍ په تيارو کښې اچولو کاروبله دپوهنې وزير خبر ورکړ چي حکومت د دولتې ښوونځيو ترڅنګ د ايالت په لرې پرتو سيمو کښې دکميونټي ښوونځيو رغولو پلان هم لري.