ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چي په قطر کي د طالبانو سره د بين الافغاني خبرو اترو په لړ کي به د افغان حکومت استازي ګډون کوي، خو دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات نه دي، او ګډون په انفرادي یا شخصي بڼه دی.
د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار محمود فضلي وايي، چي په دې ناسته کي به د طالبانو او افغان دولت استازي ګډون کوي، خو د حکومت او طالبانو په استازولی به نه وي، بلکي په شخصي بڼه به خبري اتري کوي.
ښاغلی فضلي وايي، چي په دې خبرو کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ د هغه مرستيالان او ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان به يو هم ګډون نه کوي.
له دې وړاندي د مسکو په کنفرانس کي د افغان دولت سياسي مخالفينو د طالبانو سره کتلي وه. هغه مهال افغان دولت وويل، چي هره هغه کتنه چي د افغان دولت استازيتوب پکي نه وي بې ګټي ده.
د جولای مياشتي پر اوومه او اتمه نېټه په قطر کي ددغه هيواد او جرمني په کوربه توب يو بين الافغاني کنفرانس جوړېدونکی دی چی د افغان دولت له خوا به پکي شپېته کسان ګډون کوي.
د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي راتلونکې اونۍ به قطر او جرمنی د بين الافغاني خبرو اترو کوربانه وي.
نوموړي په خپل يو تازه ټويټ کي ويلي، چي د جولای پر اوومه او اتمه به دا بين الافغاني کنفرانس د قطر په پلازمېنه دوحه کي پرانستل سي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چي په دغه بين الافغاني ډيالوګ کي به پر څلورو مهمو برخو خبري وسي، چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل، د بهرنيانو پرضد د افغان خاوري نه کارېدل، د افغان دولت سره د مخامخ خبرو اترو لپاره کښېناستل او اوربند به ئې مهم موضوعات وي.
I want to thank #Germany & #Qatar for agreeing to host the upcoming July 7-8 intra-Afghan Dialogue Conference. This dialogue is an essential element of the four-part peace framework & an important step in advancing the #AfghanPeaceProcess.
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) July 1, 2019
بل خوا افغان حکومت هم ويلي، چي د جګړې د پای ته رسېدلو يواځينۍ لار داده چي طالبانو د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.
خو طالبانو په وارو وارو ويلي دي چي دوی د افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني.
د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين په خپل تازه ټويټ کي ويلي دي، چي دوی د افغان دولت سره د حکومت په کچه خبري نه کوي.
د سولي په هکله خبري پر داسي مهال ګرمي سوي دی، چي پرون په کابل کي د طالبانو بريد د ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل او د ۹ ماشومانو په ګډون ئې ۶۲ تنه ملکي وګړي ژول کړل.
طالبانو د يادي پېښي مسؤوليت ومنی او وئې ويل، چي په دغه بريد کي ئې ګڼ افغان سرتېري وژلي دي.