کور / راپور / عوامي نيشنل ګوند د کابل پېښه په کلکه غندلې ده

عوامي نيشنل ګوند د کابل پېښه په کلکه غندلې ده

تېره ورځ په کابل کي بمي بريد او د بريد ګرو په ډزوکې د ۲۶ ماشومانو او ۵ ښځو په ګډون ۱۰۵ کسان ټپیان سول او څو تنه نور ووژل سول.

پېښه داسي مهال رامنځ ته سول چي لومړی يو موټر بم چاودنه وکړل او ورپسې يوې ودانۍ ته بريدګر پورته سول او له هغه ځايه ئې ډزي پيل کړي.

افغان چارواکي وايي، چي په دغه پېښه کي ئې پنځه بريدګر ووژل.

طالبانو د يادي پېښي مسؤوليت ومنی او وئې ويل چي ډېر افغان سرتېري ئې وژلي دی.

د کابل پېښه په نړيواله کچه وغندل سول او دا ئې د ملکي وګړو پر وړاندي يوه ظالمانه کړنه ياده کړه.

د عوامي نيشنل ګوند هم دا پېښه په کلکو ټکو وغندل  او وئې ويل چي ترهګري دين او مذهب نه پېژني بلکي د ټولو انسانانو پر ضد عمل کوي.

د عوامي نيشنل له مرکزي دفتر څخه په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ترهګر ي  هيڅ پوله نه پېژني، په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د ټولو قربانيانو سره په غم شريک دي او ژوبل کسانو ته عاجله شفا غواړي.