
د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو په بريد کي ګڼه مرګژوبله اوښتې ده.
تېره شپه ناوخته طالب وسلوالو د معروف ولسوالۍ پر مرکز د هاموي ټانک په واسطه بريد کړی دی او د ودانۍ تعمير ئې ويجاړ کړی دی.
تېر کال هم طالبانو د معروف ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ، چي وروسته افغان دولت د ولسوالۍ مرکز ابتو سيمی ته انتقال کړی.
د کندهار ولایتي چارواکي بريد تاييدوي، خو د مرګژوبلي په هکله ئې مالومات نه دي ورکړي.
بل خوا د ياد ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د ملي پوليسو پر پوسته طالبانو بريد کړی دی چي د چارواکو په وينا دوه پوليس پکي وژل سوي او يو ژوبل دی.
چارواکي دا هم وايي، چي په دغه بريد کي ئې څلور طالبان هم وژلي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه