دملي امنيت لوي ريس امرالله صالح : [افغانستان اوس د ګاونډي هيوادو دروزل شويو منظمو ډلو سره مخ دئ]
دملي امنيت لوي ريس دمشرانو جرګې دسناتورانو له مجلس وروسته خبريالانوته په ډاګه کړه چې اوس دګاونډي هيواد له منظمو تربيه شويو ډلو سره مخامخ شوي اودولت يې له يوې منظمې جګړې سره مخ دي .
امرالله صالح وروسته له هغې چې دزمرې په ١٤مه دمشرانو جرګې په هغه مجلس کې چې دتړلو دروازو دننه ترسره شو خبريالانوته وويل چې دوي دداسي ډلو سره اوس جنګيږي چې دګاونډي هيواد لخوا په ډير لوړه کچه روزل کيږي افغانستان ته دجګړې لپاره راليږلي کيږي په داسي حال کې چې افغان امنيتي ځواکونه يوازې دامنيتي پېښو دمخنيوي لپاره ځانونه سمبال کړي وو .
دمشرانو جرګې چارواکي وايې چې دملي دفاع وزرات ،دکورنيو چارو وزارت اودملي امنيت لوي رياست هغه امنيتي طرح چې دملي شورا لخوا ورکړل شوې وه په مکمله توګه نه ده عملي کړي .
دمشرانو جرګې لومړى منشي عبدالحق حسيني وايې چې دوي په هيواد کې دامنيت دټينګښت په خاطر دتير کال دليندۍ په مياشت کې يادو شويو ارګانونو ته طرح ورکړي وه چې متسفانه تراوسه يې نه ده تطبيق کړي اوهمدا لامل دي چې بي امني ورځ په ورځ زياتيږي .
دمشرانو جرګې دهمدې امنيتي طرح دنه پلي کيدو په خاطر دکورنيو چاروزير ،دملي دفاع وزير اودملي امنيت لوي ريس دزمري په ١٣مه خپلې غونډې ته ورغوښتي وو ترڅو دهمدې طرح په اړه ترې پوښتنې وکړي .
دغه غونډې ته که څه هم دملي امنيت لوي ريس امرالله صالح ورغلي وو ولي دکورنيو اودملي دفاع وزارت وزيران نه بلکې دهغوي مرستيالان غونډې ته وربلل شوې وو .
حسيني وويل چې دوي ځکه نن تصميم ونه شواي نيولاى چې دملي دفا ع او دکورنيو چارو وزيران نه غونډې ته نه وو راغلي اوخپل استازي يي راليږلي وو .
په هغه طرحه کې چې دملي شورا له خوا يادشويو ارګانونه ته ورکړل شوې ده درې برابره زياتيدل دداخلي پوځيانو دپخوانيو مجاهدينو جذبيدل دوباره په ملي اردو کې ،دبهرنيو اوکورنيو ځواکونو په منځ کې دهمغږۍ رامنځ ته کول ، دسوق او ادرې ديوداسي مرکز جوړيدل چې مشري يې دافغان پوځيانو په لاس کې دي ،دقومونو تشويقول دسرحدونو دامنيت دټينګښت په موخه اودپوځي عملياتو ترسره کول دافغان پوځ په واسطه اوداسې نور موضوعات دي چې په دې طرحه کې شامل دي .
دملي امنيت لوي ريس امر الله صالح خبريالانوته وويل چې دهغه طرحې يوشمير برخې چې دملي امنيت پورې يې تړاو لرلو پلي کړي دي اودپاتې برخو په اړه يې دمشرانو جرګې په مجلس کې علتونه په ډاګه کړي دي .
دملي دفاع وزارت دپارلماني اوعامه اړيکو دچارو مشر جنرال عظيمي چې دملي دفاع وزارت په استازيتوب دې غونډې ته تللى وو ويل چې دهمدې طرحې له مخې اوس په هيواد کې دپوځي عملياتو مشر ي ملي پوځ په غاړه ا خيستې ده .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دامنيتي وضعيت خرابيدل دافغان پوځ کمزورتيا ونه بلله بلکې ددې علت يې په سيمه ايزو مسايلو پورې تړلى وبلل .
جنرال عظيمي وويل چې دوي هڅې کوي چې دملي اردو دځواکونو شمير له پخواني ټاکل شوې شميرې څخه زيات کړي اوهغه ډاډ ورکړي چې نړيوالې ټولنې ورسره منلې ده چې د١٢٢ يولک اودوه ويشت زره کسيزي ملي اردو په جوړيدو کې به ورسره مرستې کوي .
په هيواد کې دامنيتي وضعيت دټينګښت په موخه دملي شورانه وړاندې دملي جبهې لخوا هم يوه امنيتي طرح وړاندې کړي وه خو ويل کيږي چې دغه طرح لاتراوسه نه ده پلي شوي .
ديادې شوې جبهې وياند فاضل سانچارکي وايې چې ترهغې پورې چې دحامدکرزي حکومت دملي جبهې لخوا ترتيب شوې امنيتي طرح تطبيق نه کړي نو امنيتي وضعيت به له دې هم خراب شي .
نوموړي يوځل بيا پرحکومت غږ وکړ چې ددوي لخوا ورکړل شوې امنيتي طرح په تطبيق دې له سره يوځل بيا غور وکړي .