مير رحمان رحماني نن د ټاکنو له لاري د ۱۳۶ رایو په لاس ته راوړلو سره د افغانستان د پارلمان مشر وټاکل سو.
مېر رحمان رحماني چي د خان محمد وردګ سره د پارلمان د رياست سياليو ته راوتلی وو له دې وړاندي هم د يوې جنجالي پروسې له لاري مشر ټاکل سوی وو، خو د پارلمان د وکيلانو لخوا غير قانوني مشر بلل سوی وو او دغه چوکۍ ته نه وو پرېښودل سوی.
د د څوکۍ لپاره بل نوماند خان محمد وردګ ۹۶ تایید رایې ترلاسه کړې.
د ټاکنو په نني بهیر کې ۱۱ باطلې او ۲ سپینې رایې وکارول سوي وې.