
د کندوز ولايتي چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کي ۲۶ ولسي پاڅون کونکي وژل سوي او ۸ تنه نور ژوبل سوي دي.
د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي وايي، چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوې ده، چي کله طالبانو ددغي ولسوالۍ په کوهګدای سيمه کي د ولسي پاڅون کونکو پر پوستو بريد وکړ.
نوموړي وويل:”تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د نهرین ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي، خو د برید پر وخت یې پلان تغیر کړی و او د ولسوالۍ پر ځینو پوستو یې برید وکړ.”
ولسوال مرادي وايي، په دغه برید کي د ولسي پاڅون کوونکو ۲۶ تنه وژل سوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلی مرادي وايي، چي په دغه بريدونو کي طالبانو ته هم درنه مرګژوبله ور اوښتې ده، خو دقيقه شمېره ئې مالومه نه ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه