کور / تازه خبرونه / د کابل ښار : ديوواده په مراسمو کښي چاودني ۷ تنه ټپيان کړل

د کابل ښار : ديوواده په مراسمو کښي چاودني ۷ تنه ټپيان کړل

دکابل دپوليسو مشر وايې چې پېښه دشپې دواده پرمهال دښار ختيځ لور ته دپنځلسمې حوزې اړوند سيمې ته په ويوه واده کې چې خلکو ګډاکوله رامنځ ته شوه او اوه تنه په کې ټپيان شول .

دکابل دجنايي چارو ريس بريد  جنرال عليشاه پکتياوال واييې چې چاودنه ديولاسي بم په واسطه رامنځ ته شوې ده .

هغه وويل چې ناپيژاندو وسله والو کسانو دشپې په ١١ بجو دتنګي هودخيلو په سيمه کې يوه کورته څيرمه دواده په مراسمو باندې لاس بم اچولۍ اوخپله تښتيدلي دي .

دسيمې يوه اوسيدونکي بيا وايې چې په دغه واده کې يې هلکان گډول چې دغه چاودنه پرې وشوه

هغه وويل چې نه پوهيږي چې دغه بم به دبيرون څخه چا غورځولي وي اوکه به دې واده ته راغلو وسله والو کسانو چاوولۍ وي