
د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي پاکستاني استخباراتو دوه تنه په ډزو وژلي دي.
راپورونه وايي، چي يو شخص د محسودو قبېلې سره تعلق لرونکی کشمير خان نومي کس چي د محسودو قبيلې سره ئې تعلق درلود د واڼه په بازار کي استخباراتو په ډزو وواژه.
بل وژل سوی کس د پيرزاده په نوم دی چي هغه هم د واڼه بازار ته څېرمه د ايګري پارک مخي ته وژل سوی دی.
په وزيرستان کي له کلونو کلونو راهيسي پاکستانی ترهګر پوځ د پښتنو د وژنو لړۍ مخ ته بيايي او په دې څو کلونو کي ئې په زرګونو پښتانه وژلي او په لسګونو زره نور ئې لادرکه کړي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه