کور / #PTM / پاکستاني پوليس د معصومي فرشتې پر پلار ولي فشارونه راوړي؟

پاکستاني پوليس د معصومي فرشتې پر پلار ولي فشارونه راوړي؟

په اسلام اباد کي پوليسو د يوولس کلني فرشتې د قتل په تور  د محمد نثار په نوم يو تن نيولی دی او اوس ئې زندان ته د څېړنو لپاره لېږلی دی.

خو ددغه نفر دنيولو سره پوليسو د فرشتې پر پلار ګل نبي باندي فشار راوستی دی چي دی هم بايد نيول سوی کس  محمد نثار د خپلي لور د قاتل په توګه وپېژني.

د فرشتې پلارګل نبي  وايي، چي کېدای سي نيول سوی کس په دې پېښه کي ښکېل وی، خو دی هيڅکله دا نه غواړي چي د وهلو ټکولو له لاري  پر يو شخص جرم ومنل سي.

هغه وايي، پوليس ده ته اخطارونه ورکوي چي نيول سوی کس دی د قاتل په توګه ومني تر څو پر هغه باندي ياده قضيه جاري کړي.

يوولس کلنه فرشته د مي مياشتي پر ۱۵ نېټه په اسلام اباد کي له خپله کوره لادرکه کړل سوه چي وروسته ئې مړی وموندل سو.

د فرشتې د قتل وروسته په اسلام اباد کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ احتجاجونه هم وسول او ددغي پښتنې ماشومي د قاتلينو د نيولو غوښتنه پکي وسوه، خو د پاکستاني رياست لخوا وويل سول چي فرشته په اصل کي د افغانستان ده او د افغانانو لپاره هغه څه نه سي کولای چي بايد وسي.

د پاکستاني رياست د يادو څرګندونو سره په لر اوبر کي پښتنو حساسيت وښود او هغه مهال پر خواله رسنيو د #زه هم افغان يم هشټګ تر ټولو ډېر وکارول سو.

پاکستانی رياست په سيمه کي د پښتنو سره د توپيري چلند ترڅنګ د هغوی په سيمه کي د ترهګرۍ په نامه جګړه پيل کړې ده، چي په وروستيو کلونو کي ئې ددغه سيمي په زرګونو پښتانه وژلي او په لسګونو زره نور ئې لادرکه کړي هم دي.